د لاسرسي لېنکونه

دانش: په هلمند کې د بهرنیو ځواکونو حمله کې دوه سرحدي پولیس وژل شوي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تائید کړه چې د افغانستان په جنوبي ولایت هلمند کې د افغان او امریکایي ځواکونو د ګډو عملیاتو پر مهال دوه افغان سرحدي پولیس وژل شوي دي.

د دغه وزارت د رسنیو دفتر سرپرست نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه په خطایي برید کې رامنځته شوې ده:

"د شپې شااوخوا لس بجې او پنځلس دقیقې وې چې د نادعلي ولسوالۍ په مربوطاتو کې زموږ ځواکونه په عملیاتو بوخت وو، موږ هوایي ملاتړ هم درلود، په خطایې ډول پر یوې پوستې چې عملیاتو ته نېږدې وه د هوایي ځواکونو برید وشو، دوه پولیس وژل شوي او څلور ټپیان شول."

په کابل کې د امریکا د پوځي قوماندانۍ په یوې اعلامیې کې بیا د یوه پوځي ویاند له قوله راغلي چې دا پېښه تېره شپه د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې شوې ده.

اعلامیه وایي درې سرحدي پولیس په پېښه کې وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

XS
SM
MD
LG