د لاسرسي لېنکونه

امریکا د هغه کس په اړه اندېښنه وښوده چې د بلاروس روسیې ته ولېږه


د امریکا متحده ایالاتو پرون جمعه د هغه کس په اړه اندېښنه وښوده چې د بلاروس د چارواکو له‎خوا روسیې ته واستول شو.

وړاندې د هغه په اړه خبرداری ورکړل شوی و چې ښایې د چیچن چارواکو له‎خوا وځورول شي او یا ووژل شي.

مراد امیریف چې د چیچین وګړی دی او د رزمي هنرونو یو پخوانی اتل دی، وایي چې په ۲۰۱۳ مېلادي کال کې د پولیسو له‎خوا ځورول شوی و.

نوموړی د ده د موندلو لپاره د چیچن د پولیسو د عملیاتو له کبله وتښتېد او د جون په ۷ بیلاروس ته ولاړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند هیټر نورت ویلي چې د مراد د سلامتیا له کبله ډېر اندېښمن دی.

XS
SM
MD
LG