د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱ لړم ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۴۲

امیري: د کندز په خان اباد ولسوالۍ کې غیر مسؤله وسله والو ۴ ملکیان وژلي


د کندز د خان اباد ولسوالۍ سیمه ییز چارواکي وايي چې د دې ولسوالۍ د ډګرې په سیمې کې غیرمسؤل وسله والو د یوې کورنۍ ۴ غړې وژلي او دوه تنه یې هم ټپیان کړي دي.

د خان اباد ولسوال حیات الله امیري نن شبنې ازادي راډیو ته وویل چې دغه پېښه تېره شپه ۱۱ نیمې بجې په شااوخوا کې رامنځته شوې چې په پایلې کې د یوې کورنۍ ۴ غړې وژل شوي او دوتنه نور یې ټپیان شوی دي.

ولسوال زیاته کړه چې په وژل شوو کې ښځې او کوچنیان شامل دي همدارنګه دو تنه نور کوچنیان ټپیان شوي دي.

ښاغلی امیري زیاتوي چې د کور د مالک له خوا په ډزو کې دوتنه غیر مسؤل وسله وال هم وژل شوي دي.

د ولسوال د خبرو پر بنسټ چې دغه پېښه د شخصي دښمنيو له کبله رامنځته شوې ده.

نوموړی وايي چې دوی سیمې ته د دغې پېښې څېړلو لپاره یو پلای لېږلی دی.

د یادونې وړ ده چې خان اباد د کندز یوه له هغو ولسوالیو څخه شمېرل کېږي چې په کې زیات شمېر غیرمسؤل وسله وال فزیکي حضور لري.

XS
SM
MD
LG