د لاسرسي لېنکونه

ټرمپ افغانستان کې د رومانیايي عسکرو هڅې وستایلې


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له ترورېزم سره پر مبارزه او په افغانستان کې د ائتلافي ځواکونو ترڅنګ د رومانیايي عسکرو هڅې دستاېنې وړ وبللې.

رومانیا د ناټو تړون د "غوڅ ملاتړ" ماموریت په چوکاټ کې افغانستان ته عسکر استولي دي.

د ناټو تړون د ویبپاڼې په حواله، رومانیا په افغانستان کې شپږنیم سوه عسکر لري چې د کندهار په هوايي ډګر او په کابل کې د هغوی په مرکزي اډه کې مېشت دی.

ولسمشر ټرمپ پرون جمعه په واشنګټن کې د رومانیا له ولسمشر کلاوس لوهانېس سره په ګډه خبري غونډه کې وویل چې له ترورېزم سره په مبارزه کې د رومانیا عسکر مهم ونډه لري.

د رومانیا ولسمشر هم پرون وویل چې دخپلو کورنیو، ناخالصوتو لیداتو د ګټې دوه فیصده به د ناټو تړون د لګښتونو لپاره ځانګړې کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د رومانیا دا اقدام هم ستایلی دی.

XS
SM
MD
LG