د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۶:۰۶

مې: د اقلیت حکومت تشکیل لپاره د ایرلنډ «UDP» ګوند سره کار کوم


د بریتانیې صدراعظمه ترېزا مې وايي چې د اقلیت حکومت د تشکیل لپاره به د شمالي ایرلند ډیموکرات وحدت ګوند «UDP» سره کار وکړي.

د ترېزا مې محافظه کار ګوند د پنجشنبې ورځې په ټاکنو کې د پارلمان اکثریت بایلود.

هغې پرون جمعه په بکنګهم ماڼۍ کې له ملکې دوهمې اليزابت سره خبرې وکړې او د اقلیت حکومت د جوړولو لپاره یې د هغې ډاډ ترلاسه کړ.

ترېزا مې پرون له سکاي نیوز سره، له لندنه په مرکه کې وویل:

"ماله ټاکنو د بل ډول پايلي تمه درلوده او د هغو همکارانو لپاره چې څوکۍ یې بایللې، خواشینې یم، البته، زه به پردې چې څه پېښ شوي غور کوم."

د ترېزا مې دفتر ویلي چې په نوې کابینه کې به له اروپايي اتحادیې د بریتانیې د وتلو «برکزت» وزیر به پرخپله څوکۍ پاتې شي.

هغې ژمنه کړې چې د دې پلان د عملي کولو لپاره به له اروپايي مشرانو سره خبرې وکړي او ډاډ یې څرګند کړی چې محافظه کار ګوند د دې موافقې د عملي کولو توان او صلاحیت لري.

XS
SM
MD
LG