د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۸ تله ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۲۵

افغانستان او ازبکستان ګډ اقتصادي کميسيون جوړوي


د ازبکستان ولسمشر د کابل او تاشکند ترمنځ د همکاريو د پراختيا لپاره د ګډ اقتصادي کميسيون د جوړولو وړانديز وکړ.

پر دې او نورو موضوعاتو د افغانستان او ازبکستان د ولسمشرانو محمد اشرف غني او شوکت ميرضياييف ترمنځ په پرونۍ کتنه کې بحث وشو.

د جمهوري رياست په اعلاميه کې ويل شوي، د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې دواړو رهبرانو د ټروريزم په وړاندې پر مبارزه، سوداګرۍ، اقتصادي همکاريو او نورو موضوعاتو بحث وکړ.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د شانګهاى د همکارۍ سازمان په اوولسمه غونډه کې د ګډون لپاره قزاقستان ته تللى دى. دغه غونډه چې پرون پيل شوې، نن هم دوام کوي.

ولسمشر پرون د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره هم پر ځينو مسايلو خبرې کړې دي.

دواړو رهبرانو پر يو لړ همکاريو او د سرحدونو د کنټرول په اړه خبرې وکړې.

XS
SM
MD
LG