د لاسرسي لېنکونه

د تيريزا مې ګوند په انتخاباتو کې اکثريت څوکۍ ونه ګټلې


د بريتانيا د صدراعظمې تيريزا مې محافظه کار ګوند ونه توانېد د دغه هېواد په پارلمان کې اکثريت سيټونه خپل کړي.

د بريتانيا محافظه کار ګوند تر وخت مخکې پارلماني ټاکنو کې ٣١٣ څوکۍ، خو د حکومت مخالف کيڼ اړخي کارګر ګوند ٢٦٠ څوکۍ ګټلي دي.

تېريزا مې نن سهار مايدن هېډ کې وويل:

”نتايج که هرڅه وي، محافظه کار ګوند به دا يقيني کړي، چې موږ به د ثبات د ټينګښت لپاره خپله دنده ترسره کوو، دا هرڅه په هغه صورت کې ترسره کولاى شو، چې د واحد هېواد په توګه په ګډه مخکې لاړ شو“

په بريتانيا کې د حکومت د تشکيل لپاره يو ګوند لږ تر لږه درې سوه شپږويشتو څوکيو ته اړتيا لري.

اوس چې يو ګوند هم نه دى توانېدلى اکثريت سيټونه وګټي، ويل کېږي بريتانيا ښايي د کړکېچ يوې دورې ته داخل شي او پارلمان به بې برخليک پاتې وي.

XS
SM
MD
LG