د اروپايي کميسيون رئيس وايي، د امريکا متحده ايالات نور د اروپا د امن له تضمين سره لېوالتيا نه لري.
ژان کلود يونکر (Jean-Claude Juncker) د چک جمهوريت په پلازمېنه پراګ کې يوه دفاعي او امنيتي کنفرانس ته وويل، اروپايي ټولنه بايد په خپلو غړو هېوادونو کې دفاعي او امنيتي همکاري لا پراخه کړي.
د اروپايي کميسيون رئيس وويل، اروپايي ټولنه په منځني ختيځ، په اقليمي بدلون، تجارتي موافقو او نور مسايلو کې په خپله د خپلو ګټو له دفاع پرته بله چاره نه لري.
تر دغو څرګندونو مخکې د امريکا متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ د ناټو پر ځينو غړو د خپلې وندې د نه ورکړې له کبله بيا- بيا انتقاد کړى او د پاريس د ٢٠١٥م کال د اقليمي بدلون له موافقې څخه هم وتلى دى.