د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۶:۰۶

افغانستان او ويسټ انډيز نن په خپلو کې ٥٠ اووره مسابقه کوي


د افغانستان او ويست انډيز د کرکټ ملي ټيمونه په خپلو کې پنځوس اووره مسابقه کوي.

دغه مسابقه نن شپه د سنت لوسيا په ګراس جزيره کې کېږي.

د کرکټ بورډ مطبوعاتي مسوول عزيز غروال ازادۍ راډيو ته وويل: دغه مسابقه نن د افغانستان پر وخت دشپې ١١ بجې کېږي.

افغانستان او ويسټ انډيز به په خپلو کې دوې نورې پنځوس اووره مسابقې هم کوي.

افغانستان دغه هېواد ته خپلې تېرې درې شل اووره مسابقې بايللې دي.

کرکټ بوډ وايي د نننۍ مسابقې لپاره خاص تدابير نيول شوي دي.

XS
SM
MD
LG