د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۶:۰۹

ايران: د وروستيو غبرګو حملو په تړاو دوه نور مشکوک کسان هم نيول شوي


د حملې صحنه

د ايران پوليسو په تهران کې د وروستيو غبرګو حملو په تړاو، دوه نور مشکوک کسان هم ونيول.

د چهارشنبې په ورځ په هغو حملو کې ١٧ کسان ووژل شول او ځينې نور ټپيان شول.

د ايران دولتي ټلويزيون راپور ورکړى چې دغه دوه نور مشکوک کسان په کرمانشاه ولايت کې نيول شوي دي.

په تهران کې د پارلمان پر ودانۍ او د اسلامي انقلاب د موسس ايت اله روح اله خميني پر مقبرې د حملې مسووليت داعش ډلې منلى دى.

XS
SM
MD
LG