د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۹ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۸:۲۸

د "مې" محافظه کاره ګوند د بریتانیا پارلمان کې خپل اکثریت له لاسه ورکړ


د بریتانیا د صدراعظمې ټرزامې محافظه کار ګوند د دې هېواد انتخابات وګټل خو په پارلمان کې یې خپل اکثریت له لاسه ورکړ.

د جون د اتمې نېټې په انتخاباتو کې که څه هم محافظه کار ګوند ماتې وخوړه خو بل هېڅ ګوند هم دومره څوکۍ نه‎دي ګټلي چې حکومت جوړ کړي نو په داسې حال کې چې د پارلمان وضعیت او له اروپايي ټولنې د بریتانیا د وتلو بهیر نامعلوم دی، په بریتانیا کې د یوه سیاسي کړکېچ احتمال شته.

محافظه کار ګوند به اوس اړ وي چې د حکومت د جوړولو لپاره د کوچنیو ګوندونو ملاتړ ترلاسه کړي.

د راپورونو له مخې تمه ده چې مېرمن مې نن له ملکې دوهمې الیزابت سره وګوري او د نوي حکومت د جوړولو لپاره به اجازه ترې واخلي.

د اپوزیسیون ګوندونو له دې مخکې له مېرمن مې غوښتي و چې له خپلې دندې استعفا وکړي خو دې ژمنه کړې ده چې د ثبات د راوستو تر وخته به خپل کار ته دوام ورکړي.

مېرمن مې نن د رأیو د نتایجو له اعلان وروسته خبریالانو ته وویل چې په بریتانیا کې باید لومړی ثبات راشي:

"هغه څه چې نن دا هېواد له هرڅه زیات ورته اړ دی د ثبات یوه دوره ده. څرنګه چې وینو محافظه کار ګوند تر ټولو زیاتې څوکۍ او ښايي زیاتې رایې ګټلې نو زموږ دنده به دا وي چې دا ثبات یقیني کړو او دا هغه څه دي چې دقیقا موږ به یې ترسره کړو. "

مېرمنې مې
مېرمنې مې

محافظه کار ګوند هیله لرله چې له اروپايي ټولنې د بریتانیا د وتلو په اړه په روان بهیر کې له پیاوړي دریځه خبرې وکړي خو په دې انتخاباتو کې د محافظه کار ګوند ماتې دا هیلې خاورې کړې.

په همدې حال کې د اروپايي ټولنې ځینو مشرانو ویلي دي چې په انتخاباتو کې د مې بایلل به له اروپايي ټولنې د بریتانیا د وتلو لپاره د خبرو پر بهیر چې لس ورځې وروسته پیلیږي، ناوړه اغیز وکړي او ښايي د دې خبرو د ناکامۍ خطر زیات کړي.

د اروپايي کمېسیون مشر ژان کلودیونکر نن وویل، دی هیله من دی چې د دې انتخاباتو نتایج به له اروپايي ټولنې د بریتانیا د وتلو په اړه د خبرو پیل له خنډ سره مخامخ نه‎کړي.

همدا راز په اروپايي کمېسیون کې د جرمني استازي ګونتر اویتینګر Guenther Oettinger نن وویل، معلومه نه‎ده چې دا خبرې به د جون په ۱۹مه په ټاکلې نېټه پیل شي کنه په داسې حال کې چې د بریتانیا کمزوري کېدل د ده په وینا د خبرو د ناکامۍ خطر زیاتوي.

XS
SM
MD
LG