د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲۷ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۰:۵۶

امریکا: لبنان کې د حزب الله یوه بې بيلوټه الوتکه نسکوره شوې


امریکايي چارواکي وايي، یوه بې پیلوټه الوتکه یې چې په غالب ګومان ایران په لبنان کې د حزب الله ډلې ته ورکړې وه نسکوره کړې ده.

د امریکايي چارواکو په وینا دې ډرون یا بې پیلوټه الوتکې پرون د سوریې په جنوب کې د امریکايي ځواکونو پر لور ډزې وکړې چې وروسته د امریکا جېټ الوتکو هدف وګرځوله.

د امریکا د دفاع وزارت چارواکو ویلي، هغه راکټ چې د دې بې پیلوټه الوتکې له‎خوا وویشتل شو، ونه چاودېده چې مرګ ژوبله واړوي خو د امریکا د پوځ یو ډګروال راین ډیلان ویلي، دې بې پیلوټه الوتکې هغه امریکايي ځواکونو ته چې د اردن پولي ته نژدې د تانف په سیمه کې محلي ځواکونو ته روزنه ورکوي مستقیم ګواښ پېښ کړی و.

راپورونه وايي، له ډرونه په کار اخیستلو حزب‎الله خپله هغه ژمنه پرځای کړه چې ویلي یې وو پر امریکايي ځواکونو به بریدونه وکړي.

حزب‎الله د سوریې پر ځواکونو د امریکا له وروستۍ حملې وروسته امریکا او متحدانو ته یې خبرداری ورکړی و.

XS
SM
MD
LG