د لاسرسي لېنکونه

هکابي: امریکا پر روسیې د بندیزونو دوام ته ژمنه ده


سپینه ماڼۍ وايي چې په اوکراین کې د روسیې د لاسوهنو له کبله پر مسکو لګول شوي بندیزونه به ترهغه وخته پرځای پاتې وي چې دا کړکېچ حل شوی نه‎وي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا هکابي پرون وویل، امریکا پر روسیې د بندیزونو دوام ته ژمنه ده.

مېرمن هکابي زیاته کړه، د ولسمشرترمپ اداره به دا بندیزونه ترهغه وخته پرځای وساتي چې مسکو د اوکراین د بحران د حل په برخه کې ټولې ژمنې عملي کړي.

د سپينې ماڼۍ ویاندې زیاته کړه، دا بندیزونه پر روسیې د خپلو ژمنو د عملي کولو لپاره د فشار وسیله ده.

متحد ایالاتو او لویدیځو متحدانو یې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې وروسته له دې چې روسیې د اوکراین کریمیا ټاپو د خپلې خاورې ضمیمه کړه او د اوکراین په ختیځ کې یې د بیلتونپالو ملاتړ پیل کړ، پر مسکو بندیزونه ولګول.

XS
SM
MD
LG