د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۵

افغانستان کې د لږ شمېر ځواکونو زياتول، ستراتيژيکه نيمګړتيا لري


بلومبرګ (Bloomberg):

بلومبرګ خپرونې په خپله تازه ګڼه کې د افغانستان په اړه ليکنه خپره کړې او دغه سرليک يې ورکړى: په افغانستان کې د لږ شمېر ځواکونو زياتول، ستراتيژيکه نيمګړتيا لري.

د مقالې په حواله، داسې ښکاري چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره تر اوږدو داخلي بحثونو وروسته په افغانستان کې د خپل هېواد د تر ټولو اوږدې جګړې په برخه کې نهايي تصميم ته نږدې شوې ده.

ويل کېږي د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنيت سلاکار ايچ، آر، مک مسټر او نور پوځي سلاکاران افغانستان ته د څو زره نورو پوځيانو د لېږلو غوښتونکي دي.

خو بلومبرګ پوښتنه کوي چې ايا د لږ شمېر تازه دمه پوځيانو لېږل به بريالى اقدام وي؟

خپرونه په ځواب کې ليکي، دا په دې پورې اړه لري چې بريا څنګه تعريفوئ.

که هدف دا وي چې د جګړې لورى بدل او وسله وال طالبان سولې ته اړ کړاى شي، نو پوښتنې ته ځواب يقيناً "نه" دى.

خو د خپرونې په باور که د ټرمپ اداره په معتدلو او ارزښتمنو اهدافو پسې ده، نو د لږ شمېر قواوو زياتول ښايي اغېزناک تمام شي.

لانګ وار ژورنال (Long War Journal):

لانګ وار ژورنال خپرونې بيا د فاطميون لشکر په نامه د افغانانو پر ډلې ليکنه خپره کړې چې يو افغان جنګيالى يې په وروستيو کې په سوريه کې وژل شوى دى. دغه ډله په سوريه کې د بشارالاسد د حکومت په پلوي جنګېږي.

په ليکنه کې راغلي، د ايران رسنيو خبر ورکړى چې د فاطميون لشکر يو افغان ملېشه محمد حسيني د دوشنبې په ورځ د سوريې په جنوب ختيځ کې طنف پوځي کمپ ته څېرمه وژل شوى دى.

د سوريې په دې برخه کې د ائتلاف ځواکونه د سوريې ملېشه چې د داعش ډلې پرضد جنګېږي، روزي.

لانګ وار ژورنال د محمد حسيني چې په سلمان هم مشهور و، عکس هم خپور کړى او ليکي، دى د فاطميون لشکر يا د فاطمة الزهرا د لېوا استخباراتي مسؤل و.

د راپورونو له مخې حسيني د سړک غاړې ماين په چاودنه کې وژل شوى دى.

د خپرونې په ليکنه، د حسيني وژل کېدل، نه يوازې د سوريې په جنوب ختيځ کې د فاطميون لشکر حضور بلکې د سوريې په جګړه کې د افغانانو ونډه اخيستل جوتوي.

د راپورونو له مخې، ايران د فاطميون لشکر په چوکاټ کې په زرګونو افغانان د سوريې جنګ ته لېږلي دي.

نيوزويک پاکستان (Newsweek Pakistan):

نيوزويک پاکستان هم د افغانستان په اړه ليکنه خپره کړې او په هغې کې يې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو ستونزه څېړلې ده.

په ليکنه کې د ملګرو ملتونو د چارواکو په حواله ليکل شوي، تمه کېږي سږکال خپل هېواد ته د افغانانو ستنېدل کم شي.

چارواکو دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ وروسته له هغې وکړې چې افغانستان ته د زيات شمېر کډوالو د ستنېدو له کبله يې د يوه احتمالي بشري بحران په اړه اندېښنې څرګندې کړې.

نيوزويک پاکستان زياتوي، د اپرېل مياشتې له درېيمې شا و خوا ٣٢ زره راجسټر شوي افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د ليکنې په حواله، شا و خوا درې لکه اويا زره افغان کډوال تېر کال له پاکستان څخه وتلي، د دوى ډېرى د کډوالو دويم او درېيم نسل و، چې کورنۍ يې د پخواني شوروي اتحاد د اشغال په وخت کې له افغانستانه وتلې وې.

کتونکي وايي،خپل هېواد ته د افغان کډوالو د ستنېدو د زياتېدو يو علت پر دوى د پاکستاني چارواکو د فشار زياتېدل دي.

خو د نيوزويک پاکستان په ليکنه، په وروستيو کې د افغان کډوالو ستنېدل د دې لپاره کم شوي، چې ويل کېږي افغان حکومت خپلې هغه ژمنې نه دي عملي کړي، چې په هېواد کې يې د کډوالو لپاره د اسانتيا برابرولو په برخه کې کړې وې.

XS
SM
MD
LG