د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۱ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۳:۳۰

م.م: داعش د عراق موصل کې ۲۳۱ملکي وګړي وژلي


ملګري ملتونه وايي، داسې معتبره راپورنه يې ترلاسه کړي چې ښيې داعش ډلې په تېرو دوه اونیو کې ۲۳۱ ملکي وګړي چې غوښتل يې له موصل ښار څخه ځانونه وباسي وژلي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر نن په یوې اعلامیه کې وویل یوازې د تېرې اوونۍ په پرله پسې دریو ورځو کې داعش ۲۰۴ ملکیان چې اکثره ماشومان او ښځې وې وژلي دي.

اعلامیه وايي، دې ملکي وګړو هڅه کوله چې د موصل ښار په لوېدیځ کې له الشفا سیمې څخه چېرته چې عراقي ځواکونه او داعشیان په جګړه بوخت دي،ځانونه وباسي.

د عراق ځواکونه چې د هوا له لارې يې د امریکا په مشرۍ ائتلاف ملاتړ کوي په تېره اکتوبر میاشت کې د عراق د دوهم ستر ښار موصل د نیولو لپاره عملیات پیل کړل.

عراقي ځواکونو د موصل ښار ختیځه برخه بېرته نیولې ده او اوس په لوېدیځه برخه کې له داعش سره جګړه روانه ده.

XS
SM
MD
LG