د لاسرسي لېنکونه

د بریتانيې خلک نن په عامو انتخاباتو کې برخه اخلي


د بریتانيې خلک نن په عامو انتخاباتو کې برخه اخلي او په خپلو رایو سره پرېکړه کوي چې څوک له اروپايي ټولنې څخه د دې هېواد د وتلو پروسه پرمخ یوسي.

نظرپوښتنې ښيې چې د بریتانيې محافظه کاره ګوند به درې څلوېښت په سلو کې رای وګټي او په دوهم قدم کې کاګر ګوند دی چې شااوخوا ۳۶ په سلو کې رای به ترلاسه کړي.

د کاګر ګوند مشر جرمي کوربن د خپلې رای له کارلو وروسته وویل:

"دا زموږ د ډیموکراسۍ ورځ ده، ما اوس رای ورکړه، پر خپل انتخاباتي کمپاین ویاړ کوم."

په لندن کې تر وروستي تروریستي حملې راپدیخوا چې پر امنیتي وضیعت يې د خلکو تمرکز زیات کړ، ښايې سیاسي حالات د صدر اعظمې تریزا مې په ګټه تمام شي ځکه د ترورېزم پر وړاندې مبارزه کې هغه یوه با اعتماده مشره بلل کېږي.

XS
SM
MD
LG