د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۳۰ تله ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۵۶

پروان کې د غیر مسؤله وسله والو ترمنځ نښته کې ۴ تنه وژل شوي


د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د یوې وسله والې نښتې له امله ۴ کسان وژل شوي دي.

د پروان د امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر ضد مبارزې مدیر عبد الصمد زلمي ازادي راډیو ته وویل دا نښته د دوه غیر مسؤلو وسله والو ډلو ترمنځ د بګرام هوايي اډې دروازې ته نېږدې شوې ده.

د ښاغلي زلمي په خبره په جګړه کې د یوه لوري دوه تنه او د بل طرف یو تن وژل شوی دغه راز یو بې طرفه نفر هم په دې پېښه کې وژل شوی دی.

د پروان پولیس وايي، د نښتې سبب معلوم نه دی او دوی يې په اړه پلټنه پیل کړې ده.

XS
SM
MD
LG