د لاسرسي لېنکونه

ارزګان چارواکي: د خاص ارزګان ولسوالۍ د سقوط مخه نیول شوې


د ارزګان ولایت سیمه‎ییز امنیتي چارواکي تېره شپه د دغه ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د وسله‎والو طالبانو بریدونه په شا تمبولي دي.

په ارزګان ولایت کې د خاص ارزګان ولسوالۍ امنیه قوماندان عبدالصمد نن پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه وسله‎والو طالبانو د دغې ولسوالۍ پر مرکز پراخ بریدونه وکړل چې وروسته د افغان امنیتي ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ شول چې پر مهال‌یې درې وسله‎وال طالبان ووژل شول او ۵ نور ټپيان شول او په خبره‌یې د دوی لور ته کوم زیان نه‎دی رسېدلی.

نوموړي وویل وسله‎والو طالبانو غوښتل چې دغه ولسوالۍ ته سقوط ورکړي خو بېرته له ماتې سره مخ شول او بریدونه‌يې په شا وتمبول شول.

وسله‎والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‎دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د دغه ولایت امنیتي چارواکو ویلي وو چې دغه ولسوالۍ له تېرو دوو ورځو راهیسې د وسله‎والو طالبانو تر کلکې محاصرې لاندې ده.

XS
SM
MD
LG