د لاسرسي لېنکونه

جرمني د ترکیې له اینجرلیک هوایي اډې نه خپل ځواکونه باسي


د جرمني حکومت پرېکړه کړې ده چې د ترکیې له اینجرلیک هوایي اډې څخه خپل ځواکونه او کشفي الوتکې باسي.

د جرمني په کابینه کې دا پرېکړه وروسته تر دې وشوه چې انقرې د جرمني د پارلمان د غړو مخه ونیوله چې دا هوایي اډه وګوري.

جرمني غواړي چې له ترکیې څخه خپل ځواکونه او الوتکې چې د اسلامي دولت ډلې پر ضد ائتلاف برخه دي، اردن ته انتقال کړي.

د سوریې پولې ته نېږدې په اینجرلیک هوایي اډه کې اوس د جرمني ۲۷۰ عسکر، شپږ کشفي الوتکې او د سونګ موادو د انتقال لپاره یوه باروړونکې الوتکه شته.

ترکیې وروسته تر دې له اینجرلیک هوایي اډې څخه د جرمني د پارلمان د غړو د لیدلو بلنه رد کړه چې برلین یو شمېر هغو ترکي پوځیانو ته پناه ورکړه چې په انقره کې په وروستۍ ناکامې کودتا کې په لاس لرلو تورن شوي دي.

XS
SM
MD
LG