د لاسرسي لېنکونه

ساجان: کاناډا به خپل پوځي لګښتونه په سلو کې ۷۳ زیات کړي


د کاناډا دفاع وزیر د امریکا د هغو فشارونو په ترڅ کې چې د ناټو غړي باید خپل دفاعي لګښتونه زیات کړي، اعلان وکړ چې دا هېواد به خپل پوځي لګښتونه په سلو کې ۷۳ زیات کړي.

هارجیت ساجان «Harjit Sajjan» وویل، پوځي لګښتونه به په یوه لسیزه کې ۲۴ میلیارده او سل میلیونه امریکایي ډالرو ته ورسېږي او کاناډا به د کورنیو ناخالصو تولیداتو په سلو کې ۱،۴ پر پوځي لګښتونو ولګوي.

دغه اندازه اوس په سلو کې ۱،۲ ده.

ناټو د خپلو غړو لپاره هدف دوه فیصده ټاکلی چې هغه یوازې متحده ایالاتو، بریتانیا، اېستونیا، یونان او پولنډ پوره کړی چې د دې تړون په سلو کې ۷۰ لګښتونه متحده ایالاتو ته ورله غاړه دي.

د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس د کاناډا د دغه اقدام هرکلی کړی دی.

XS
SM
MD
LG