د لاسرسي لېنکونه

بریتانیا کې رأی ورکوونکي نن په عمومي انتخاباتو کې برخه اخلي


په بریتانیا کې رأی ورکوونکي نن په عمومي انتخاباتو کې برخه اخلي او پرېکړه به کوي چې څوک له اروپايي اتحادیې د دې هېواد د وتلو پروسه مخ ته یوسي.

د سیاسي کتونکو په باور دغه انتخابات به دغه‌راز پر دې مسئلې چې ایا سکاټلنډ له بریتانیا د خپلواکۍ د اعلانولو لپاره ټولپښتنه ترسره کړي، هم اغېز ولري.

د دې ډېره تمه کېږي چې د ترېزا مې په مشرۍ د بریتانیا محافظه‌کار ګوند به خپل برلاسيتوب وساتي او د ۶۵۰ کسیزې ولسي جرګې ۱۷ نورې څوکۍ به هم وګټي.

نظر شمېرنې ښیي چې د مې ګوند به په سلو کې ۴۳ رأیې وګټي او دوهم ځای به د کارګر ګوند ونیسي چې ښایي په سلو کې ۳۶ یا ۳۷ رأیې خپلې کړي.

خو په لندن کې له وروستي ترورېستي برید وروسته چې په انتخاباتو کې ډېر تمرکز د ملي امنیت پر مسئلې شوی، ښایي دغه حالت د ترېزا مې په ګټه وي ځکه هغې ته د ترورېزم په وړاندې جګړه کې د یوه با اعتماده مشرې په توګه کتل کېږي.

XS
SM
MD
LG