د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۴:۰۳

قزاقستان یو پانګوال د هغه غیاب کې په ۲۰ کاله بند محکوم کړ


د قزاقستان په الماتا ښار کې یوې محکمې یو بهر مېشتي قزاق پانګه وال مختارابلیازوف چې له رژیم سره سیاسي مخالفت هم لري د هغه په غیاب کې په شل کاله بند محکوم کړ.

ابلیازوف نن د یوې جنایتکارې ډلې د رهبرۍ، له واک په ناوړه استفادې،اختلاس او خرابه مالي مدیریت د تورونو په خاطر مجرم وپېژندل شو.

ابلیازوف له ۲۰۰۹ کال راهیسې په اروپا کې اوسېږي.

څېړونکو ویلي پانګه وال مختار ابلیازوف او همکارانو یې چې کله په بي ټي اې بانک کې و پنځه میلیارده ډالره اختلاس کړی دی.

ابلیازوف دا ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي چې د ده پر ضد دوسیه سیاسي علت لري.

XS
SM
MD
LG