د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۳

ارګ: د یو شمېر چارواکو څرګندونې د حکومت پر پرېکړو اغېز نه‌لري


د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د حکومت دننه او بهر د یو شمېر اشخاصو له‌خوا د حکومت د اعلامیو او یا پرېکړو ردول د ارګ پر پرېکړو کوم اغېز نه‌لري.

جمهوري ریاست د بلخ د والي عطا محمد نور د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وايي، پرېکړې په ارګ او کابینه کې کېږي او د حکومت په دننه او بهر کې د یو شمېر اشخاصو څرګندونې د پرېکړو په ردولو او د ارګ پر اعلامیو هېڅ ډول اغېزې نه‌لري.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند نجیب‌الله ازاد د چهارشنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې همدارنګه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست په وروستیو څرګندونو هم غبرګون وښود خو ويې‌ویل چې د سیاستوالو تر منځ د نظر توپیر یو اصل دی.

ازاد: هره هغه پرېکړه چې تصمیم‌يې ولسمشر او کابینه په ګډه نیسي د منلو وړ دي.
ازاد: هره هغه پرېکړه چې تصمیم‌يې ولسمشر او کابینه په ګډه نیسي د منلو وړ دي.

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ښاغلي رباني چې کومې څرګندونې کړي هغه د نوموړي د ګوند له ادرسه وې، همدارنګه د بلخ د والي عطا محمد نور په اړه چې د حکومت پرېکړې یې رد کړې دي، خو دا پرېکړې په ارګ کې کېږي او هره هغه پرېکړه چې تصمیم‌يې ولسمشر او کابینه په ګډه نیسي د منلو وړ دي، حکومتي کسان چې د حکومت دننه دي یا بهر دي د هغوی له‌خوا د پرېکړو نه‌منل د ارګ په پرېکړو کوم اغېز نه‌لري."

په کابل کې د څو ترورېستي پېښو او د دغه ښار د یو شمېر اوسېدونکو له مظاهرو وروسته د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر او د جمعیت ګوند سرپرست له حکومت څخه وغوښتل چې د ملي امنیت د سلاکار په ګډون د امنیتي ارګانونو مشران له خپلو دندو لیرې کړي.

جمعیت ګوند د حنیف اتمر او د امنیتي ارګانونو د مشرتابه ګوښه کېدل غواړي

د جمعیت انسجام شورا د دغه ګوند د رهبرۍ په اړه وروستی تصمیم ناسم وباله

د امنیت شورا دفتر د جمعیت ګوند پر دې غوښتنې غبرګون وښود، هغه‌یې سیاسي څرګندونې وبللې او ویې‌ویل چې د ملي امنیت سلاکار اجرائیوي صلاحیت نه‌لري.

ارګ: د ملي امنیت سلاکار په امنیتي سکټور کې اجرائیه مقام نه‌لري

خو د بلخ والي عطا محمد نور په دې وروستیو کې د ملي امنیت شورا د دفتر د دې اعلامیې په غبرګون کې وویل چې ډېری امنیتي چارواکي د ملي امنیت سلاکار له تائیدي پرته نه‌مقررېږي.

په همدې حال کې د حقوقي چارو یو شمېر کار پوهان وايي، حکومتي چارواکي حق نه‌لري چې د حکومت پر ضد څرګندونې وکړي.

افغان کارپوه کبیر رنجبر ازادي راډيو ته وویل، دغه چارواکي که پر حکومت انتقادونو ته لېوالتیا لري باید له مخکي استعفا ورکړي.

کبیر رنجبر.
کبیر رنجبر.

نوموړي زیاته کړه:

"که دوی غوښتل چې د حکومت له کړنو سره مخالفت وښيي یا انتقاد وکړي، باید له خپلو دندو یې استعفاوې ورکړې وی او د اپوزېسیون له اړخه‌یې کولای شول چې دا موضوعات مطرح کړي او دا انتقادونه هم هغه وخت د خلکو د هرکلي سبب ګرځي چې د یوې مشخصې موضوع په اړه وي او تر څنګ‌يې حل لارې هم وړاندیز شي."

ښاغلی رنجبر وايي، دا ډول څرګندونې د خلکو په ګټه نه‌دي او سیاسیون باید د ملت د یووالي لپاره کار وکړي.

د نوموړي په وینا د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې د دولت وسله‌وال مخالفین په دې لټه کې دي څو د سیاستوالو تر منځ له اختلافاتو څخه د ځان په ګټه کار واخلي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG