د لاسرسي لېنکونه

وقاد: طالبان باید د سولې په اړه د حکومت له وروستي فرصت نه استفاده وکړي


د سولې عالي شورا یو شمېر غړي د سولې په اړه د ولسمشر د څرګندونو د ملاتړ تر څنګ له وسله‌والو طالبانو یو ځل بیا غواړي چې له دې فرصت نه په استفادې د سولې بین‌الاافغاني مذاکراتو ته ځان چمتو کړي.

د دغې شورا غړي قاضي محمد امین وقاد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل که وسله‌وال طالبان سولې ته تمایل وښيي نو د ولسمشر له خبرې سره سم حکومت حاضر دی چې په کابل کې د دفتر د پرانیستو اجازه هم ورکړي.

قاضي محمد امین وقاد.
قاضي محمد امین وقاد.

نوموړي زیاته کړه:

"طالبان که د سولې پروسې ته تمایل وښيي، دفتر هم پرانیستلی شي او نماینده‌ګي هم ترلاسه کولای شي، طالبان باید له دغه فرصت نه استفاده وکړي، دا د ملت وړاندیز دی، په دې کې د افغانانو او هم د طالبانو خیر دی، موږ یې ملاتړ کوو او له طالبانو وروڼو غواړو، په شکل دې اشکالو د سولې پروسې سره هم‌نواعي وښيي."

د کابل پروسې په غونډه کې چې په‌‌کې ۲۷ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو برخه اخیستې وه، پر دې بحث وشو چې له کومو لارو جګړې ته د پای ټکی کېښودل کېدای شي.

افغان ولسمشر په دې کنفراس کې وویل که وسله‌وال طالبان د سولې پروسه کې شامېلدو ته لېوالتیا لري، نو دی ورته د دفتر د خلاصولو د اجازې ورکولو لپاره چمتو دی.

ښاغلي غني په ټینګار سره وویل چې دا د وسله‌والو طالبانو لپاره د سولې وروستی چانس دی، دا فرصت به تل نه‌وي.

خو د چارو یو شمېر کارپوهان بیا وايي، د سولې پروسې لپاره د ولسمشر له لوري وسله‌والو طالبانو ته وخت ټاکل، د سولې پر بهیر ناوړه اغېز کوي.

د دغو کارپوهانو له ډلې نظر محمد مطمئن ازادي راډيو ته وویل د ولسمشر دا ډول څرګندونې د سولې په اړه شکونه زیاتوي.

نظر محمد مطمئن.
نظر محمد مطمئن.

نوموړي زیاته کړه:

"د سولې له کنفرانس نه یوه ورځ وړاندې په بېړني ډول د سولې عالي شورا لپاره رئیس ټاکل او بیا وروسته دا ډول بیانیه، زه فکر کوم د سولې په اړه شکونه زیاتوي، په داسې یوه حالت کې د«ولسمشر» له لوري ګوت څنډنه د سولې لپاره منفي تأثیرات لري."

له دې وړاندې پخواني ولسمشر حامد کرزي او اوسني ولسمشر محمد اشرف غني په وار وار له وسله‌والو طالبانو غوښتي چې د سولې خبرو ته ځان چمتو کړي، خو وسله‌والو طالبانو تر اوسه د دوی غوښتنو ته څرګند ځواب نه‌دی ورکړی.

په ورته وخت کې د کابل پوهنتون استاد پوهاند ودیر صافی وايي دا چې د سولې پروسه اوږدمهاله ده او ځیني کسان یو او ځینې بل وخت ورته لېوالتیا ښیي، نو افغان حکومت باید ورته وخت مشخص نه‌کړي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG