د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۶ تله ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۵۵

په ۶ ولایتونو کې د پیازو او کچالو لپاره ۲۴۰ سړې خونې جوړېږي


د کرنې او مالدارۍ وزارت له‎خوا سږکال په شپږو ولایتونو کې د پیازو او کچالو څه باندې ۲۴۰ سړې خونې جوړېږي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند لطف‎الله راشد نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل چې په دغو سړو خونو کې په انفرادي ډول ۱۵ ټنه کرنیز محصولات او په کواپراتیفي ډول ۶۰ ټنه محصولات د ۵ میاشتو لپاره ساتل کېږي.

ښاغلی راشد وايي چې مخکې بزګرانو د کرنیزو محصولاتو د خرڅلاو پرمهال څه باندې ۲۵ فیصده تاوان کاوه چې دغه مسئله د بزګرانو په زیان تمامېده.

د کچالو او پیازو د ساتنې دغه ذخیرې د کرنې وزارت په مالي ملاتړ د څه باندې یو لک ډالرو په ارزښت جوړېږي.

XS
SM
MD
LG