د لاسرسي لېنکونه

افغانستان د۱۰ پروژو د تمویل چارې AIIB بانک ته وړاندې کوي


په پام کې ده چې د افغانستان مالیې وزارت د انرژۍ او رېل پټلۍ په برخه کې د ۱۰بنسټیزو پروژو د تمویل چارې د آسیا د بنسټیزې پانګونې یا AIIB بانک ته وړاندیز وکړي.

د مالیې وزارت ویاند اجمل حیمد عبدالرحیمزي نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل چې په نېږدې راتلونکې کې د دغه بانک یو پلاوی افغانستان ته راځي او شته فرصوتونه له نېږدې څاري.

نوموړي وویل:

"د حکومت تګلاره دا ده، څو موږ د زېربنا په برخه کې کار وکړو، ځکه د زېربنا پیاوړتیا د افغانستان د اقتصادي نظام پیاوړتیا ده او موږ د آسیا د بنسټيزې پانګونې بانک کې په غړیتوب سره اعتبار تر لاسه کړ، ترڅنګ‎ یې موږ په ګډه له دغه بانک سره د زېربنا په برخه کې کار کوو."

ښاغلی عبدالرحیمزی وايي چې د اسیا د بنسټیزې پانګونې په بانک کې د غړیتوب اساس‎نامه د کابینې له‎خوا تایید شوې او دوی هیله لري چې د پارلمان له‎خوا تصویب شي.

افغانستان د روان ۱۳۹۶لمریز کال په سر کې د اسیا د بنسټېزې پانګونې یا AIIB بانک غړیتوب تر لاسه کړ.

د اسیا د پانګونې بانک د هېوادونو د اقتصادي زېربناو د غښتلتیا لپاره کار کوي او افغان حکومت هم غواړي چې خپلې اقتصادي زېربناوې غښتلې او فعاله کړي.

XS
SM
MD
LG