د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱ لړم ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۴۰

پنجشیر کې سلګونه کسانو کابل کې د وروستیو پېښو په تړاو لاریون وکړ


په پنجشیر کې نن چهارشنبه سلګونه کسانو په کابل کې د وروستۍ مظاهرې پر مهال د مظاهره‎چیانو د مرګ ژوبلې په غبرګون لاریون وکړ.

د ازادي راډیو د خبریال د راپور له ‎مخې د مظاهره‎چیانو شمېر څه باندې ۵۰۰ تنو ته رسېده چې د لنګر خان له سیمې ‎یې د ولایت تر مرکز پورې لاریون وکړ.

مظاهره‎چیانو په کابل کې د مظاهرې پر مهال د مرګ ژوبلې د عاملینو محاکمه وغوښته او ټینګار یې وکړ چې امنیتي چارواکي له دندې لیرې شي.

په کابل کې لا هم ځیني خلک په هغو خیمو کې موجود دي چې د جمعې ورځې د مظاهرې پر مهال د څلورو تنو د وژل کېدو په غبرګون درول شوي دي.

په کابل کې د جمعې په ورځ مظاهره وشوه چې په‎کې د مشرانو جرګې د مرستیال د زوی سالم ایزدیار په‌شمول څلور تنه ووژل شول او یو شمېر نور خلک او پولیس ژوبل شوي دي.

XS
SM
MD
LG