د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۴:۰۲

ازبکستان له افغانستان سره د اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی


افغان ولسمشر د افغانستان او ازبکستان تر منځ د اورګاډي د پټلۍ، د برېښنا انرژۍ، ترانزیټ، سوداګرۍ، کرنې او کور جوړونې په برخو کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

له ارګ څخه یوه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې ولسمشر محمد اشرف غني په دې اړه پرون سې شنبه د افغانستان لپاره د ازبکستان د ځانګړي استازي عصمت‎الله ایرګاشیف سره خبرې وکړې.

ښاغلي ایرګاشیف ویلي چې هېواد‎ یې هم له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی.

ازبکستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د افغانستان د اړتیا وړ برېښنا، یوه د پام وړ برخه تأمینوي.

XS
SM
MD
LG