د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۸ تله ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۲۸

مونته‌نګرو د شمالي اتلانتیک د تړون یا ناټو ۲۹م غړی شو


مونته‌نګرو د شمالي اتلانتیک د تړون یا ناټو ۲۹م غړی شو.

په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت د دوشنبې په ورځ په واشګنټن کې ترسره شول، د مونته‌نګرو صدراعظم دوشکو مارکوویچ وویل چې په ناټو کې مونته‌نګرو غړیتوب د دې نښه ده چې د هېواد د برخلیک په اړه‌یې بل څوک پرېکړه نه‌کوي.

هغه څه چې د صدراعظم مارکوویچ په وینا پخوا لیدل کېده.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ټام شاتون هم په دې مراسمو کې وویل چې مونته‌نګرو حق درلود څو خپل ملګري بهرنیو فشارونو ته په کتو په خپله وټاکي.

ویل کېږي چې روسیې په ناټو تړون کې د بالکان سیمې د دې وړوکي هېواد له غړیتوب سره کلک مخالفت درلود.

XS
SM
MD
LG