د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲۳ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۴:۰۸

د میدان وردک امنیه قوماندان د "ببر" په نوم عملیات‌ بریالي یادوي


د میدان وردک ولایت امنیه قوماندان وايي، د "ببر" په نوم عملیات‌یې په بریالیتوب سرته رسولي دي.

جنرال احمد فهیم قایم پرون شپه ازادي راډیو ته وویل، په دغو پنځو ورځنیو عملیاتو کې چې ګډو پوځیانو ترسره کړل د ده په خبره شااوخوا پنځوسو وسله‎والو مخالفینو ته مرګ ژوبله واوښته چې په‎کې پاکستاني وګړي هم شامل دي.

ښاغلی قایم زیاتوي:

"شااوخوا پنځوس وسله‌وال مخالفین په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې چې د افغان ځواکونو له‎خوا زما په مشرۍ وشول وژل شوي او ټپیان دي. عملیات د «ببر» په نوم ترسره شول او هغه سیمې چې وسله‌والو په‌کې نا امني جوړه کړې وه بېرته مو ترې ونیولې. دوهمه نمبر لویه لار د ترافیکو په مخ خلاصه ده."

ښاغلي قایم وویل، له دې چې میدان وردک پلازمېنې ته نېږدې پروت ولایت دی وخت ناوخته د وسله‌والو مخالفینو له ګواښونو سره مخ وي.

شااوخوا دوه اوونۍ مخکې هم د کابل غزني لار له سالارو نه د میدان وردک تر سیدآباد پورې په موقت ډول د امنیتي ګواښ په سبب تړلې وه.

وسله‌والو طالبانو او خپلواکو سرچینو په دې اړه کومه تبصره نه‌ده کړې.

XS
SM
MD
LG