د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۶:۰۷

ارګ: د ملي امنیت سلاکار په امنیتي سکټور کې اجرائیه مقام نه‌لري


د افغانستان جمهوري ریاست د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر صلاح‌الدین رباني د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې د ملي امنیت سلاکار په امنیتي سکټور کې اجرايي مقام نه‌لري.

صلاح‌الدین رباني د جمعیت اسلامي ګوند په یوه غونډه کې په کابل کې وروستیو امنیتي پېښو ته په اشارې د امنیتي ارګانونو مشران په خپلو چارو کې کمزوري وبلل او د ملي امنیت د سلاکار په‌شمول د هغوی د لیرې کولو غوښتنه‌یې وکړه.

ارګ ماڼۍ پرون ماښام په یوه اعلامیه کې وویل:

"ښاغلی اتمر خپله دنده په صداقت مخته وړي."

د ارګ ماڼۍ په بیان کې دا هم راغلي چې د امنیتي ارګانونو د مشرانو په اړه له وخت مخکې قضاوت د افغان پوځیانو تمرکز خرابوي او له دې حالته یوازې د افغانستان دښمنان ګټه وړي.

XS
SM
MD
LG