د امريکا متحده ايالاتو دفاع وزير جېمز مټېس او د بهرنيو چارو وزير رکس ټېلرسن د دوشنبې په ورځ د اول وار لپاره په اسټراليا کې په ګډه راڅرګند شول.
دواړو وزيرانو په خپلو څرګندونو کې د افغانستان له ثبات سره د خپل هېواد د همکارۍ د دوام ډاډ ورکړ.
دوى د هغو سخت دريځو په وړاندې په مبارزه کې چې هڅه کوي په لوېديځ کې وحشت خپور کړي، له اسټراليا سره د اتحاد ژمنه وکړه.
د امريکا دفاع وزير جېمز مټېس وويل:
"لکه څنګه چې ما ويلي موږ په خپل هوډ کې يو موټي يو، د هغه دښمن په وړاندې هم چې فکر کوي، موږ ته په زيان رسولو سره به موږ وبېروي، خو موږ نهډارېږو."
د امريکا د دفاع وزير جېمز مټېس تر څنګ د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير رکس ټېلرسن هم په اسټراليا کې له خپلو اسټراليايي سيالانو سره د يوې ګډې غونډې تر پيل مخکې څرګندونې وکړې.
دوى د داعش ډلې په وړاندې پر مبارزې، د افغانستان د امن په ټينګښت کې پر همکارۍ او د شمالي کوريا د خبرداريو د ستونزې پر حل هم خبرې وکړې.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير رکس ټېلرسن د امريکا متحده ايالاتو او اسټراليا تر منځ د اتحاد د پايښت ژمنه وکړه، هغه په لندن کې وروستۍ حملې ته په اشاره وويل:
"د هغو ناوړه پېښو په وړاندې چې په وروستيو کې بيا په لندن کې پېښ شوو، د مبارزې لپاره ګډه جګړه پر مخ بيايو."
په همدې حال کې د اسټراليا د بهرنيو چارو وزيرې جولي بيشاپ وويل، د دوى په خبرو اترو کې به د ترورېزم په وړاندې مبارزه د اجنډا په سر کې وي.
په همدې حال کې د امريکا د ملي امنيت سلاکار اېچ، ار مکمسټر د يکشنبې په ورځ په واشنګټن کې ويلي، په افغانستان او بريتانيا کې وروستيو جناياتو د سخت دريځو وسلهوالو د حملو د ګډو چلېنجونو په وړاندې د عاجل اقدام اړتيا په ډاګه کړه.