د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۵

افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو پر زیاتوالي نړیوالې تبصرې


نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې روانې جګړې ته تر ډېره له دې اړخه کتنه کړې چې ایا دې هېواد ته د څو زره نورو امریکایي سرتېرو په لېږلو سره به په روان وضعیت کې د پام وړبدلون راوستل شي؟

نیویارک ټایمز ليکي:

متحده ایالات ۱۶ کاله په دغه جګړه کې چې د دې هېواد په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه بلل کیږي، ښکیل دی، څه باندې اته سوه میلیارډ ډالر یې پرې لګولي او له دوه زره زیات سرتیري یې له لاسه ورکړي دي خو نه داچې دا هېواد تراوسه امن شوی نه‎دی بلکه داسې ښکاري چې هرڅه بېرته په شا روان دي.

د نیویارک ټایمز په لیکنه په جګړه کې د بري لپاره د نورو سرتېرو او وسلو لپاره د امریکایي پوځي قوماندانانو غوښتنې غیر معمولي خبره نه‎ده خو ایا درې زره یا پنځه زره نور سرتېري به چې افغانستان ته یې د لېږلو خبره کېږي، وکولای شي چې په دې هېواد کې چې یو وخت د امریکایي سرتېرو شمېر شاوخوا سل زره تنه و، د متحده ایالاتونو بری یقیني کړي؟

نیویارک ټایمز د افغانستان روان امنیتي وضعیت ته په اشاره لیکي:

په داسې حال کې چې طالبانود جګړې نوښت په لاس کې اخیستی اوپه زیاتیدونکي ډول په حملو سره د تر خپلې ولکې لاندې ساحه پراخوي، نورو د القاعده او اسلامي دولت ډلې په څېر سخت دریځو ډلو هم په دې هېواد کې د ځان لپاره د پښې ځای موندلی دی.

سنډې مارننګ هرالډ:

استرالیایي سنډې مارننګ هرالډ ورځپاڼې هم افغانستان ته د نورو اسټرالیایي سرتېرو د استولو پرموضوع یوه لیکنه تردې سرلیک لاندې چې کارپوهان افغانستان ته د نورو سرتېرو د لېږلو ملاتړ کوي خو یو شمېر یې دا پوښتنه کوي چې سټراټیژي چېرې ده؟ خپره کړې ده.

د لیکوال په باورد امنیتي چارو کارپوهان د وسله‎والو طالبانو په وړاندې جګړه کې د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره د دیرشو پوځي روزونکو د استولو لپاره د اسټرالیا د حکومت د پریکړې ملاتړ کوي خو وایي چې تراوسه هم یوې سټراټیژیکې تګ‎لارې ته اړتیا ده.

سنډې مارننګ هرالډ لیکي:

وروسته له هغې چې د صدراعظم ټرنبول حکومت په افغانستان کې د اسټرالیایي سرتېرو د زیاتولو اعلان وکړ د دې هېواد د پوځ پخواني لوی درستیز پتر لیهېPeter Leahy وویل چې د ناټو په مشرۍ ائتلاف ته پکار ده چې پرپاکستان فشار راولي چې له افغانستان سره د پولي په اوږو کې د سخت دریځو خوندي مرکزونه له منځه یوسي.

نیوزیلانډ هرالډ:

نیوزیلانډ هرالډ ورځپاڼې هم دې موضوع ته په پام اړولی او لیکي، متحدو ایالتونو له نیوزیلانډه غوښتي چې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر له لسو دولسو ته لوړ کړي.

ورځپاڼې په دې اړه د نیوزیلانډ د صدراعظم بیل انګلیش څرګندونې هم راخیستې چې ویلي یې دي حکومت به یې پر دغې غوښتنې په څو نژدې راتلونکو اونیو کې غور وکړي او زیاتوي د یوه نړیوال مرستندوی په توګه یې هېواد غواړي چې د نړۍ په هغه برخه کې خپله ونډه زیاته کړي چې سیمې ته بې ثباتي غځوي او کولای شي چې اغېز یې پر موږ او زموږ پر خلکوهم پریوځي.

XS
SM
MD
LG