د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

د پکتيا امنيه قوماندان وايي امنيت ښه دی، خو وکيلان‌يې نه‌مني!


د پکتيا د ولايتي شورا وکيلان وايي چې د دې ولايت مرکز او لیرو پرتو سيمو امنيتي وضعيت مخ په خرابېدو دی او مرکز ګردېز ښار ته په ډېرو نېږدې ساحو کې خلک تګ راتګ په ډاډمن ډول نه‌شي کولای خو د پکتيا امنيتي چارواکي دا خبرې نه‌مني وايي چې دوی په تېرو درېيو مياشتو کې ډېرې لاسته راوړنې لري.

د پکتيا ولايتي شورا وکيلان وايي، په دې ولايت کې امنيتي ساحه د ښار تر څلور خواوو پورې محدوده شوې او هېڅ‌څوک نه‌شي کولای له ښار څخه څلورو خواوو ته په لس کېلو متره لیرې ساحه کې ډاډمن سفر وکړي.

د پکتيا ولايتي شورا غړي محمدالرحمن قادري ازادي راډيو ته په خبرو کې وويل د پکتيا امنيتي وضعيت مخ په خرابېدو دی.

دی زیاتوي:

"زرمت خو ډېر لیرې دی ښکته ابراهيم‌خېلو ته چې دا خپله د ګردېز مربوط دي خټاوې لوري ته چې د ولسوالۍ مربوط نه‌دي، هېڅ‌څوک نه‌شي کولای هغو طرفونو ته لاړ شي، زاهو طرف ته مهلن طرف ته داسې نيستي کوټ لوري ته څوک نه‌شي تلی، هغه څوک نه‌شي تلی چې په دولت کې وظيفه لري نور عام خلک خو تللی شي."

نوموړی په پکتيا کې نسبي امنيت د ولسونو قومي تړونونه ګڼي وايي، که چېرته د ولسونو تر منځ همغږي او قومي تړونونه نه‌وي امنيت به هم نه‌وی موجود.

ښاغلي قادري زیاته کړه:

"دا اوسنی نسبي امنيت هم د قومونو په همغږۍ راغلی دی حکومت نه‌دی راوستی په دغو منسوبينو په دې ولايت کې امنيت نه‌شي راتلی."

د ولايتي شورا نور وکيلان هم د امنيتي وضعيت څخه شکايت لري او دوه ځله‌يې په تېرو درېيو مياشتو کې د امنيتي وضعيت د ښه کېدو په موخه خبري ناستې وربللې دي خو د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال توريالی عبدياني دا خبرې نه‌مني وايي:

"دا کومې ساحې چې تاسې يې نومونه واخيستل د ښار نه تقريباً ۱۵ کېلو متره په دغو ځايونو کې موږ په تېرو درېيو مياشتو کې زيات عملياتونه کړي دي، په دغو ساحو کې څوک خاص ځای نه‌لري او نه کوم خاص مرکز موجود دی، سيمې ته وسله‌وال راځي د موټرسايکل او نورو په واسطه غلچکي بريدونه کوي او دا په ټولو ولايتونو کې معمول ګرځېدلی دی، سيمه کې امنيت دی مشکل نه‌شته په دوامداره شکل دا ځايونه د تهديد وړ نه‌دي. کله، کله، چې کومه ستونزه وي دا په ټول افغانستان کې موجوده ده."

دی زياتوي په دې ولايت کې يې د ډاډمن امنيت راوستلو په موخه جدي اقدامات کړي دي خو بيا هم يو شمېر وسله‌وال په ښار او لیرو پرتو سیمو کې غلچکي بريدونه ترسره کوي چې د مخنيوي لپاره‌يې کشفي ارګانونه هڅې کوي.

قوماندان عبدياني وويل چې دوی په تېرو درېيو مياشتو کې د امنيت د ښه‌والي په موخه په ټوله پکتيا کې تر سلو پورې د سړک غاړې بمي چاودنو مخه نيولې او ماينونه‌يې خنثی کړي دي.

ښاغلي عبدیاني زیاته کړه:

"په تېرو درېيو مياشتو کې د سلو ماينونو پورې چې دښمنان تل له همدې استفاده کوي موږ خنثی کړي او هغه مضنونين او مشکوک خلک چې په دې تړاو نيول شوي هم ورسره قانوني چلند شوی دی."

د امنيتي وضعيت د خرابوالي دا شکايتونه په داسې حال کې کېږي چې د پکتيا په مرکز ګردېز څلور خواوو او ښار کې هدفي وژنې او د وسله‌والو بريدونه زيات شوي دي.

راپور: داود تپان

XS
SM
MD
LG