د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۷

قادر شاه: افغان او مصري چارواکو د ترهګرو د فکري مرکزونو پرلمنځه وړلو بحث کړی


د افغانستان د ملي امنیت سلاکار له خپل مصري سیال سره په کتنه کې د ترهګرو د فکري او عقیدوي سنګرونو پر لمنځه وړلو ټنیګار کړی دی.

د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر تازه د لسو هېوادونو د ملي امنیت له سلاکارانو سره کتلي او د سرحدونو د امنیت، د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا او د ترهګرۍ او نشه توکو پر وړاندې د ګډې مبارزې په اړه یې ورسره خبرې کړي دي.

د مصر د ملي امنیت له سلاکار سره د ښاغلي اتمر لیدنه تر ډېره د ترهګرو د عقیدوي سنګرونو پر لمنځه وړلو متمرکز وه.

د امنیت شورا د دفتر ویاند قادر شاه د شنبې په ورځ د دغه مطلب د بیانولو ترڅنګ ازادي راډیو ته وویل چې د مصر د ملي امنیت له سلاکار سره ناسته چې د پنجشنبې په ورځ وشوه پر دې مسئلې هم بحث وشو چې د الازهر پوهنتون باید د ترهګرو د فکري مرکزونو په لمنځه وړلو کې هڅې وکړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند قادر شاه.
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند قادر شاه.

نوموړي زیاته کړه:

"د مصر د ملي امنیت له سلاکارې سره په دوه اړخیزو خبرو کې ډېر تمرکز پر دې باندې وو چې د ترهګرو فکري سنګرونه لمنځه ولاړ شي او د ښاغلي اتمر بله مهمه لیدنه له پاکستاني سیال سره وه، په دې ناسته کې ډېر ټینګار په دې وشو چې د لندن د ناستې د پرېکړې باید عملي شي."

د نورو هېوادونو د ملي امنیت له سلاکارانو سره د حنیف اتمر کتنې د مسکو د اتمې امنیتي ناستې په څنډه کې ترسره شوي دي.

د امنیت شورا د دفتر د ویاند په خبره چې محمد حنیف اتمر د قزاقستان، قرغزستان، چین بلاروس، روسیې، ایران، پاکستان، هند او مصر د ملي امنیت له سلاکارانو سره کتلي دي.

خو په دغه کتنو کې د هند د ملي امنیت له سلاکار سره د حنیف اتمر لیدنه ډېره دوستانه وه.

د امنیت شورا د دفتر ویاند وايي چې ښاغلي اتمر په دغه کتنه کې خپل هندي سیال ته د کابل د راتګ بلنه هم ورکړه چې هندي سیال یې بلنه هم ومنله.

خو په دغو ناستو او کتنو کې د شویو پرېکړو د عملي کولو لپاره باید څه وشي.

د پوهنتون استاد او د نړیوالو چارو کارپوه مهدي منادي په دې اړه وايي:

"دغه خبرې په رسمي حوزه کې حسابېږي د هغې د عملي کولو لپاره دوامداره همکاریو او هوکړه لیکونو ته اړتیا ده چې فکر کوم په نورو پړاوونو کې به دغه مسئله د امکان وړ وي، دغه لیده کاته کولای شي چې په سیمه کې افغانستان د یوه لوبغاړي په توګه وښي او په حقیقت کې د افغانستان په امنیتي مسایلو کې د نورو هېوادونو د پریکړو جسارات به راکم کړي."

ښاغلی منادي وايي، که افغانستان په سیمه کې د یوه فعال لوبغاړي په توګه په امنیتي خبرو کې برخه واخلي دا امکان شته چې بیا د سیمې هېوادونه د افغانستان له موجودیت پرته د سیمې د امنیت بحثونه مخ ته یو نه سي.

د نوموړي په خبره افغانستان باید هڅې وکړې چې خپل ارزښت تثبیت کړي څو په راتلونکې کې هم د سیمې د امنیتي بحثونو په محوریت کې ځای ولري.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG