د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۶

سرچینه: هلمند کې موټر بم حملې د ملي امنیت ۶ منسوبین وژلي


د هلمند د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالسلام افغان وايي، نن ماسپښين، واشیر ولسوالۍ ته نېږدې پر امنیتي سرتېرو موټر بم حمله شوې ده.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل چې یادې حملې تلفات اړولي، خو د کره تلفاتو په اړه‌یې څه ونه‌ویل.

ده دا ونه‌ويل چې دغه چاودنه پر پوليسو او که د بل ارګان پر پرسونل شوې ده.

د ملي امنيت يوه سرچينه وايي، موټر بم حمله د ملي امنيت پر مديريت شوې چې ۶ تنه د مدير تور جان په ګډون په‌کې وژل شوي دي.

طالبانو د دې پېښې مسؤلیت اخیستی دی.

قاري یوسف احمدي چې ځان د وسله‌والو طالبانو ویاند بولي وايي د ملي امنیت مديريت ودانۍ يې ويجاړه کړې او ۱۹ تنه‌يې په‌کې وژلي دي.

دوی وايي، چاودنه د کورولا ډوله موټر په وسيله شوې ده.

  • پخواني معلومات

د هلمند په واشیر ولسوالۍ کې نن پنجشنبه ماسپښین د موټر بم حمله شوې ده.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وایي، تر اوسه لا دقیقه نه‌ده چې چاودنه د افغان ځواکونو پر کومه ‌‌‌‌‌‌ډله رامنځته شوې ده.

ده یوازې پېښه تائید کړه او د حملې له امله د رامنځته شویو تلفاتو په اړه‌یې معلومات ورنه‌کړل.

خو یوې سرچینې د نوم نه‌ښودلو په شرط ازادي را‌‌‌‌‌‌ډيو ته وویل چې حمله د ملي پولیسو پر یوه قرارګاه شوې ده او شااوخو ۲۰ تنو ته‌یې مرګ ژوبله اړولې ده.

تر اوسه د حملې مسؤلیت چا په غاړه نه‌دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG