د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان په سوله کې د سعودي عربستان په رول او د سیمې د امنیت په اړه د روسیې د کنفرانس په هکله لیکنې او تبصرې کړي دي.
د انیس دولتي ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی سعودي عربستان کولای شي د افغانستان د سولې په ټینګښت کې ګټور رول ادا کړي.
وړاندې په سرمقاله کې د افغان ولسمشر له قوله ویل شوي چې د ریاض د غونډې هغه پرېکړې چې د ترورېزم د تمویل سرچینې وچوي یو نیک اقدام دی.
انصار خپلواکې ورځپاڼې د پاکستاني سیاست وال عمران خان له قوله لیکي د ریاض په غونډه کې د پاکستان د صدراعظم نوازشریف ګډون د پاکستان لپاره شرمناکه خبره وه.
سرمقاله لیکونکی وړاندې لیکي چې د ریاض په کنفرانس کې د پاکستان صدراعظم ته بې توجه يې نه یوازې نوازشریف ته ارزښت نه ورکول دي بلکې هر پاکستاني وګړي ته په سپکه سترګه کتل دي.
هېواد دولتي ورځپاڼې د پاکستان د سعودي په غونډه کې سخت تاوان وکړ تر عنوان لاندې مقاله کې کښلي چې د پاکستان صدراعظم په زړه کې ګوړې ماتولې چې د اسلامي هېوادونو په دغه کنفرانس کې به د ترهګرۍ ضد مبارزې په نوم خپله تش په نامه داعیه ښه خرڅه او د نورو توجه به جلب کړي.
سرمقاله وړاندې لیکي خو داسې ونه شول او راحیل شریف ته چې د سعودي په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو قوماندان دی هم دخبرو کولو وخت ورنه کړل شو.
او اصلاح ورځپاڼې بیا خپله سرمقاله کې د سیمې د امنیت په اړه د روسیې کنفرانس ته اشاره کړې ده.
سرمقاله لیکونکی لیکي د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر وار له مخه په دغه کنفرانس کې د ګډون لپاره روسیې ته رسېدلی او تمه ده چې په دغه کنفرانس کې به د افغانستان او سیمې د امنیت او ثبات د ټینګښت برخه کې هر اړخېزې او ګټورې خبرې وشي.