د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۰

د پاکستان پر ضد د امریکا د استخباراتي چارواکو تُندې څرګندونې


د امریکا د دوو مهمو استخباراتي ادارو مشرانو د سې شنبې په ورځ د دې هېواد د سنا د وسله‎والو خدمتونو کمېټې ته وویل، په افغانستان کې د ثبات لپاره په پاکستان کې د وسله‎والو د خوندي مرکزونو له‎منځه وړل مهم دي.

  • د یوې سناتورې د دې پوښتې په ځواب کې چې د افغانستان په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ په راتلونکې پالېسۍ کې پاکستان کې د ترهګرو د خوندي ځایونو د له‎منځه وړلو په اړه څه سپارښتنې لري؟

د امریکا د ملي استخباراتو د ادارې رئیس ډانیل کوټس وویل:

"د افغانستان لپاره د یوې مؤثرې ستراتیژۍ په جوړولو کې دا مهمه ده چې امریکا له پاکستان سره کار وکړي څو په خپل هېواد کې د ترهګرو خوندي ځالې له‎منځه یوسي."

ښاغلي کوټس تر دې مخکې د سنا د وسله‎والو خدمتونو کمېټې ته په خپل پرانیستونکې وینا کې وویل، پاکستان نه‌دی توانېدلی هغه سخت دریځي وسله‎وال وځپي چې په افغانستان او هندوستان کې بریدونه کوي.

د امریکا د ملي استخباراتو د ادارې رئیس ډانیل کوټس
د امریکا د ملي استخباراتو د ادارې رئیس ډانیل کوټس

دی وايي:

"اسلام‎اباد په دې کې پاتې راغلی چې پاکستان کې وسله‎وال او ترهګر کنټرول کړي. دا ډلې به په سیمه کې د امریکا ګټو ته دوامداره ګواښ پېښوي. همدارنګه به په هندوستان او افغانستان کې د بریدونو پلانولو او ترسره کولو ته دوام ورکړي."

ښاغلي کوټس همدارنګه وویل چې پاکستان د نړیوالې انزوا له کبله اندېښمن او داسې ښکاري چې له دې انزوا څخه د وتلو لپاره به چین ته لاس وغځوي.

د نوموړي په وینا دا کار به چین سره هم مرسته وکړي چې په سیمه کې خپل نفوذ پراخه کړي.

د امریکا د سنا د وسله‎والو خدمتونو کمېټې په همدې غونډه کې د دې هېواد د دفاعي استخباراتي ادارې مشر ډګر جنرال وینسینټ سټیوارټ وویل، پاکستان یو داسې افغانستان غواړي چې هندوستان په‌کې زیات نفوذ ونه‌لري او ټولو ستونزو ته له همدې لیدلوري ګوري.

د نوموړي په وینا همدا د دې سبب شوی چې دوی ترورېستي ډلې پالي.

سټیوراټ: پاکستان یو داسې افغانستان غواړي چې هندوستان په کې زیات نفوذ ونه لري
سټیوراټ: پاکستان یو داسې افغانستان غواړي چې هندوستان په کې زیات نفوذ ونه لري

جنرال وینسینټ سټیوارټ زیاته کړه:

"نو له همدې کبله دوی «پاکستان» هغه ډلې چې موږ یې ترورېستي سازمانونه ګڼو ساتلي چې که افغانستان هندوستان ته مایل شي، نو دوی به د یو داسې باثباته او خوندي افغانستان د نظريې ملاتړي نه‌وي چې د پاکستان ګټو ته ګواښ پېښولی شي."

د امریکا د دفاعي استخبارتي ادارې مشر د سنا د وسله‎والو خدمتونو کمېټې ته وویل، موږ باید پاکستان ته روښانه ووایو چې افغانستان کې امنیت او ثبات د ټولې سیمې په ګټه دی او پاکستان ته هېڅ ګواښ نه‌پېښوي.

همدارنګه د جنرال سټیوارټ په وینا پاکستان باید قانع کړو چې د حقاني شبکې غړو ته پناه ورکول د دې هېواد په ګټه نه‎دی او له موږ سره باید په ګډه د هغو شلو ترهګرو ډلو پر ضد مبارزه کې همکاري وکړي چې نه‌یوازې د افغانستان او پاکستان امنیت بلکې ټولې سیمې ته ګواښ دي.

د امریکا د ملي استخباراتو د ادارې رئیس ډانیل کوټس امریکايي سناتورانو ته د افغانستان د عمومي وضعیت په اړه وویل چې د دوی اداره ګومان کوي چې د امریکا او متحدانو په پوځي همکاریو کې د یوې اندازې زیاتوالي سربېره به په ۲۰۱۷ کال کې په افغانستان کې سیاسي او امنیتي وضعیت د خرابېدو خواته ولاړ شي.

دې دواړو امریکايي استخباراتي چارواکو وویل، د دوی ارزونې ښيي چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې به طالبان په لیرې پرتو کلیوالي سیمو کې خپل کنټرول پراخ او د یو شمېر ولایتونو لکه هلمند، ارزګان او کندز پر مرکزونو به فشار زیات کړي.

XS
SM
MD
LG