د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۰

تورخم کې له محصول نه تېښته او افغانستان ته د مالونو غیر قانوني رالېږدول


د ډیورند پر کرښه پروت د تورخم ترانزیټي ښارګوټي له لارې هره ورځ سلګونه لوی او واړه بار وړونکي موټر د مالونو څخه ډک هېواد ته راځي.

د خلکو نیوکه دا ده چې ځيني مالونه په تورخم کې تخلیه کېږي او بیا د دې په خاطر چې محصول او نورې پیسې پرې رانه‎شي ماشومان‌يې په کراچیو کې دې غاړې ته رالېږدوي.

افغان سوداګر او د ننګرهار د اصناف اتحادیې مرستیال حاجي عزیزالرحمن عرب وايي، د عوایدو د فرار یوه لار هم دا ده:

"کوم مالونه چې په قاچاقي ډول د تورخم له لارې راځي هغه خو یوه وجه دا ده چې د مالیې د فرار سبب ګرځي او بل هغه بې‌کیفیته او تاریخ تېره اجناس چې د هغې وخت کم پاتې وي په همدې کراچیو کې راځي."

د روانې اوونۍ په سر کې د ازادي راډیو خبریال تورخم ته لاړ چې د تورخم مزي نه لس متره دې غاړه یو لوی سرای دی تر دې سرای پورې پاکستانۍ ډاډسنې راځي او د سوداګرو مالونه تخلیه کوي بیا له دې وروسته ماشومان او ځوانان دا مالونه په کراچیو کې دې غاړې ته راوړي.

د تورخم د ګمرک رئيس طاهر رشيدي هم دا مني چې دې ښارګوټي کې د مالونو تخلیه غير قانوني کار دی خو په خبره‌يې دا کار تر پخوا کم شوی دی او هڅه کوي نور چاته اجازه ورنه‎کړي چې د سوداګرو مالونه هلته تخلیه شي.

ښاغلی رشیدي وايي:

"دا واضح خبره ده چې څوک زمینه برابروي یا دا کار کوي دا غير قانوني کار دی ما څو ځلې ورته ويلي راځئ همدا مالونه په قانوني شکل راوړئ د هغوی هم ځيني کسان راغلي وو ویل يې موږ په دې اړه جدي تصمیم نیسو."

همدې سرای ته مخامخ د سرحدي پولیسو پوسته ده هغوی هم د دې کار مخه نه‌نیسي.

د پاکستانۍ ډاډسنې یو تن ډرېور چې تازه‌يې مالونه په دې سرای کې ښکته کړل په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال ته وویل، دوی بېرته چې کله ځي نو د دې سرای څخه د وتلو په نوم سرحدي پولیس له درې سوو نیولې تر څلورو سوو کلدارو پیسې ترې اخلي.

​دی زیاتوي:

"موږ همدا اوس موټر خالي راووړ موږ کله چې له دې ځایه ځو بیا سرحدي پولیس موږ نه ۳۰۰ یو او سل کلدارې نورې بیا اخلي. "

د ازادي راډیو خبریال سره د مرکو په جریان کې د تورخم د سرحدي پولیسو د کمیسارۍ مسؤل کسان موجود وو او غوښتنه‌یې ترې وکړه چې ولې بار وړونکو ډاډسنو ته اجازه ورکوي چې دلته مالونه تخلیه شي؟

او همدارنګه‌یې د ډرېورانو تور هم ورسره شریک کړ چې په خبره‌یې سرحدي پولیس ترې پیسې اخلي خو هغوی د مرکې له کولو ډډه وکړه.

د ډرېورانو په خبره په نورمال ډول هره ورځ سلګونه بار وړونکې ډاډسنې دې غاړه راځي او مالونه راوړي چې بیا د تخلیه کېدو وروسته په لاسي کراچيو او بیا په وړو موټرو کې یې جلال‎اباد ښار ته رالېږدوي.

راپور: شاه‌محمود شینواری

XS
SM
MD
LG