د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۹

فواید عامې وزارت ۱۱ سرغړونکي شرکتونه تور لېست کې شامل کړي


د افغانستان د فواید عامې وزیر وايي، له فساد سره د مبارزې په برخه کې یې د تدارکاتو د ملي کمېسیون په مرسته ۱۱ شرکتونه په تور لېست کې شامل کړي دي.

یاد وزارت وايي، هغه قراردادیان‌یې عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي چې په کارونو کې یې ناغېړي کړې او د سړکونو جوړولو کیفیت‌یې په معیار برابر نه‌و.

د فواید عامې وزیر محمود بلیغ چې د سې شنبې په ورځ په کابل کې د تېرو ۱۴ میاشتو کړنو او د فساد پر وړاندې د یاد وزارت د مبارزې راپور او معلومات له خبریالانو سره شریکول، ویې‌ویل چې ۱۱ سرغړونکي شرکتونه‌یې په تور لېست کې شامل کړي چې ۸یې ودانیز او ۳ لوجیستکي دي.

ښاغلی بلیغ وايي، دوی دغه شان ۲۲۴ میلیونه ډالره چې شااو خوا ۱۵ میلیارده افغانۍ کېږي سپما کړې دي.

محمود بلیغ.
محمود بلیغ.

نوموړي زیاته کړه:

"د بېلګې په توګه درې لویې پروژې موږ انتخاب کړې چې په دغو درېیو پروژو کې موږ ۲۲۴ میلیونه ډالره چې معادل‌یې ۱۵ میلیارده ډالره کېږي سپما کړې دي."

ده زیاته کړه په دغو پروژو کې د فیض‌اباد-بهارک، دره‌صوف-یکاولنګ او قیصار-لامان د سړوکونو پروژې شاملې دي.

د فواید عامې وزارت وايي چې په تېرو ۱۴ میاشتو کې یې په ۲۳ ولایتونو کې ۳۹۰ کېلو متره سړک قیر ریزي کړی او ۱۸۱۹ متره پُلونه‌یې جوړ کړي دي.

د دغه وزارت چارواکي وايي چې دا مهال په ۱۸ ولایتونو کې د ۵۹۸ کېلو متره سړک د قیر ریزي او ۲۴۲ متره پلونو د جوړولو کارونه روان دي.

بل‌خوا که څه هم د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو کمېسیون د فساد پر وړاندې لاس ته راوړنې ستايي خو انتقاد کوي چې د پیسو له سپما څخه د وخت سپما مهمه ده چې دغه وزارت ورته پام نه‌ده کړی.

د دغه کمېسیون غړي صاحب خان ازادي راډیو ته وویل دغه وزارت د مني او ژمي په موسم کې کار پيلوي چې ځیني وخت‌یې کارونه له خنډ او ځنډ سره مخ کېږي.

نوموړي زیاته کړه:

"دوی یو قرارداد په شپږو میاشتو کې نه‌پاس کوي، په میاشتو میاشتو د تدارکاتو په کمېسیون کې قرارادونه ځنډول کېږي، دوی د میزان او عقرب په میاشتو کې کارونه شروع کوي چې ژمی ورباندې رارسېږي، دوی که د پیسو سپما کړې، خو د وخت سپما یې نه‌ده کړې."

کابل ـ کندهار لویه لار.
کابل ـ کندهار لویه لار.

د فواید عامې وزارت وايي چې د سړکونو څارنې او ساتنې ته‌یې په نویو پلانونه کې ځانګړی ځای ورکړی او دا مهال د کابل-جلال‌اباد او همدارنګه د کابل-کندهار لویو لارو د بیا ترمیم کارونه روان دي چې د روان کال تر پایه به بشپړ شي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG