د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۳

بریتانیا کې برید تر۲۰ ډېر وژلي چې د نړیوالو عکس العملونه یې پارولي


د بریتانیا په منچسټر ښار کې ځان وژونکي برید د ماشومانو په ګډون ۲۲ کسان وژلي دي او نېژدې ۶۰ تنه نور یې ټپیان کړي دي.

دا حمله د دوشنبې په شپه لس بجې او پنځه دیرش دقیقې وشوه.

تر حملې وروسته د بریتانیا په مرکز لندن کې هم په لارو کوڅو کې د پولیسو شمېر زیات شو او په ټولې بریتانیا کې امنیتي تدابیر سخته شوي دي.

پولیس د دې په لټه کې دي چې دا حمله یوه کس کړې ده که یې تر شا کومه شبکه پټه ده.

په منچسټر ښار کې حمله د امریکایۍ سندرغاړې اریانا ګراندې د کنسرت په پای کې وشوه.

د منچسټر د پولیسو مشر این هاپکینس نن خبریالانو ته د دغه برید په اړه وویل چې د حملې اصلي عامل وژل شوی:

"موږ دې پېښې ته د یوې تروریستي پېښې په سترګه ګورو، د اوس لپاره په دې باور یو چې د تېره شپې دغه حمله یوه سړي کړې ده. لومړیتوب دې ته ورکوو چې دا معلومه کړو چې ده په یوازې سر دا کار کړی که د یوې شبکې د یوې برخې په توګه. زه دا تائیدوم چې برید کوونکی د پېښې په ځای کې وژل شوی. په دې باور یو چې برید کوونکي چاودیدونکي مواد له ځان سره راوړي و او هغه یې چوولي دي او دغه ناورین یې رامنځته کړی."

رویټرز اژانس څرګندوي چې تر حملې وروسته ۵۹ کسان د درملنې لپاره روغتون ته انتقال شوې دي. د برید اکثر قربانیان ځوانان دي.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې امبر راډ نن په لندن کې وویل، ترهګر به د دا ډول بریدونو په ترسره کولو کامیابه نه‎شي.

نوموړي وویل:

"د منچسټر عالي ښار پخوا هم له ترورېزمه اغېزمن شوی و. روحیه یې ماته نه‎شوه، ژوند دوام وکړ. دا ځل هلته زموږ د ټولنې تر ټولو پر ځانګړیو کسانو برید شوی دی، هدف یې د ویرې خورول دي، هدف یې د بیلتون راوستل دي، خو بریالی به نه شي. "

نړیوال عکس العملونه:

افغانستان: د افغانستان حکومت د بریتانیا په منچسټر ښار کې د تیرې شپې برید چې په سیمه ییز وخت شاوخوا لس نیمې بجې وشو، وغانده.

جمهوري ریاست په یوې اعلامیې کې د بریتانیا له خلکو سره غمشریکي ښکاره کړې ده او د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل ازادي راډیو ته وویل چې د اروپا په زړه کې دا رنګ بریدونه نړۍ له ترورېزم سره جدي مبارزې ته رابولي.

چین: د چین ولسمشر شي جینپینګ خپله خواخوږي د بریتانیا ملکې الیزابت سره شریکه کړې ده.

ایران: تهران منچسټر کې شوی برید وغانده. د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند بهرام قاسمي په وینا ایرنا خبري اژانس نن خبر ورکړ چې وایي، د ترورېزم ریښې یوازې هغه وخت ایستلی شو چې پراخ اقدامات وکړو او له شکه ډک دریځه ډډه وکړو.

امریکا: د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په منچسټر کې د شوي برید په اړه نن په لویدیځه غاړه کې د فلسطیني ادارې له مشر محمود عباس سره په ګډ بیان کې دغه حمله وغندله او ټرمپ وویل:

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

"د متحد ایالتونو د ولسمشر په توګه او د امریکا د خلکو په استازیتوب، زه خپله خواخوږي په بریتانیا کې د منچسټر له خلکو سره شریکوم. زه د زړه له تله خپله همدردي له هغو سره شریکوم چې په دې تروریستي برید کې ټپیان شوې دي، همدا راز له هغو کورنیو سره چې ګڼ کسان یې وژل شوي دي. "

اروپایي ټولنه: د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګ‎لارې مشرې فډریکا موګیرني نن په بروکسل کې خپل خواخوږي داسې د منچسټر ښار له قربانیانو سره وښوده.

نوموړې وویل:

"زه خپله خواخوږي له خپلې شخصي همدردۍ پیلوم او د اروپایي ټولنې په استازیتوب له هغو ټولو سره چې د منچسټر په برید کې یې عزیزان له لاسه ورکړي، همدا راز خپله همدردي د بریتانیا له ټولو خلکو سره شریکوم، د بریتانیا له صدراعظمې ټریزا مې سره او د دې هېواد له چارواکو سره."

فرانسه: د فرانسې نوي منتخب ولسمشر امانوئل مکرون د بریتانیا له خلکو سره او د منچسټرد پېښې د قربانیانو له خپلوانو سره همدردي ښکاره کړې ده، ده په ټویټر کې لیکلي دي چې موږ ټول یوځای د ترورېزم قرباني یو.

جرمني: د منچسټر د برید په اړه د جرمني صدراعظمې انګیلا مېرکل وویل چې دا ډول تروریستي بردیدونه موږ نور هم یو لاس کوي ترڅو په ګډه له خپلو بریتانیایي دوستانو سره کار وکړو، مېرکل زیاته کړه چې زه د بریتاینا خلکو ته ډاډ ورکوم چې جرمني ستاسو ترڅنګ ولاړه ده.

XS
SM
MD
LG