د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۶

ټرمپ: ايران دې د تروريستانو او ملېشه وو له ملاتړه لاس واخلي


ډونالډ ټرمپ
ډونالډ ټرمپ

د امريکا متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، ايران بايد د ”تروريستانو او ملېشه وو“ له ملاتړه لاس واخلي او هېڅکله بايد اټومي وسلې ترلاسه نه کړي.

ښاغلي ټرمپ د دوشنبې په ورځ د اسرائيل د ولسمشر رووين ريفلين په استوګنځي کې يوه کنفرانس ته دا څرګندونې وکړې.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ زياته کړه، اسرائيل او د امريکا متحده ايالت په يوه نظر دي، چې ايران بايد اټومي وسله ترلاسه نه کړي:

”تر ټولو مهمه دا ده چې د امريکا متحد ايالتونه او اسرائيل په يوه خوله اعلان کوي، چې ايران ته بايد هېڅکله اجازه ورنکړل شي، څو اټومي وسله ولري؛ هېڅکله هم نه. دغه راز ايران بايد د تروريستانو او ملېشه وو له مالي ملاتړ، روزنې او تجهيز څخه لاس واخلي“

ښاغلي ټرمپ ټينګار وکړ، چې ايران بايد په بيړه دغه اقدامات وکړي.

ډونالډ ټرمپ سعودي عربستان ته تر سفر وروسته نن په دوه ورځني سفر اسرائيل ته ورسېد.

ښاغلي ټرمپ اسرائيل ته له رسېدو سره سم وويل، چې منځني ختيځ ته د سولې راوستلو لپاره ډېره لېوالتيا موجوده ده:

”په ټول منځني ختيځ کې د سولې لپاره لېوالتيا شته. فکر کوم خلکو زيات کړاو ګاللى دى، تر ډېره حده د وينې تويېدنې او وژنو شاهدان وو. فکر کوم تاسې به د ځينو پرمختګونو شاهدان واوسئ“

د اسرائيل صدراعظم او ولسمشر دواړو نن د تل ابيب په هوايي ډګر کې ډونالډ ټرمپ ته ښه راغلاست ووايه.

د اسرائيل ولسمشر رووين ريفلين په خپله وينا کې د ډونالډ ټرمپ تود هرکلى وکړ.

په دې سره جوخت د اسرائيل صدراعظم بنيامين نتنياهو اسرائيل ته د ټرمپ سفر تاريخي وباله.

ټرمپ هيله لري، دغه سفر يې د اسرائيل او فلسطين ترمنځ د سولې د مذاکرو د بيا پيل سبب شي، دغه مذاکرې له ٢٠١٤م کال راهيسې ځنډېدلې دي.

خو د ډونالډ ټرمپ همکارانو ويلي، له دې سفر څخه بايد زياته تمه ونه لرو او د يوه سمبوليک سفر په سترګه دې ورته وکتل شي.

XS
SM
MD
LG