د اسپانیا د لالیګا سیالیو اتلولي ریال مادرېد خپله کړه.د ریال مادرېد د فوټبال ټيم مالاګا ته ۲ د صفر پر وړاندې ماتې ورکړه.
دغه په زړه پورې سیالۍ تېره شپه د کابل پر وخت د شپې ۱۰:۳۰ د مالاګا په کوربتوب ترسره شوه.
دغه راز د دغو سیالیو په لړ کې تېره شپه بارسلونا ایبار ته ۴ / ۲ پر وړاندې ماتې ورکړه.
ریال مادرېد د ۹۳ امتیازونو په درلودو سره د لالیګا جدول په سر کې او بارسلونا د ۹۰ امتیازونو په درلودو په جدول کې دوهم ځای لري.