د افغانستان د معلولینو کرکټ لوبډله نن د هند د معلولینو کرکټ له لوبډلې سره شل اوره لوبه لري.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د افغان کرکټ معلولینو لوبډله د هند پر وړاندې ۳ شل اوریزې سیالۍ ترسره کوي او دغه سیالۍ د هند په کوربه توب د ګریټر نویډا په سپورټي سټډیوم کې ترسره کېږي.
د افغانستان او هند د معلولینو د کرکټ د لوبډلو ترمنځ دغه سیالۍ د مې په ۲۲ پیل او ۲۴ پایته رسېږي.