د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۵

المپیکي سیالیو کې افغان لوبغاړو د بُرنزو ۱۰ مډالونه ګټلي


د اسلامي هېوادونو په المپیکي سیالیو کې د پهلوانۍ او ووشو د برخې افغان لوبغاړو د بُرنزو ۱۰ مډالونه ګټلي دي.

د المپیک د ملي کمېټې د مطبوعاتو د برخې مسؤل منور شهزاد د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې افغانستان د اسلامي هېوادونو په سیالیو کې په ۵۷ هېوادونو کې ۳۴ مقام خپل کړ.

ښاغلي شهزاد وایي، چې افغان لوبغاړي به سبا هېواد ته راستانه شي.

د اسلامي هېوادونو سیالۍ د اذربایجان په باکو ښار کې په ۲۱ بېلابېلو ورزشي برخو کې د مې په ۱۲نېټه پیل شوې او نن پایته ورسیدې.

XS
SM
MD
LG