د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۴

صدیقي: ټرمپ د پاکستان په اړه د شعارونو د عملي کولو په حال کې دی


د افغانستان د وسله‎والو ځواکونو په اړه د ولسمشر ټرمپ تر څرګندونو وروسته د دغه هېواد د مشرانو جرګې اداري پلاوی دې ته خوشبینه کړی چې امریکا د افغانستان حقانیت درک کړی دی.

د یادې جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، اوس نړۍ ته ثاتبه شوې چې ترورېزم په پاکستان کې دي.

نوموړی وايي:

"ولسمشر ټرمپ چې د پاکستان په اړه کوم شعارونه درلودل اوس یې د عملي کولو په حال کې دی، ټرمپ دا درک کړه چې اصلي ستونزه په پاکستان کې ده او د افغانستان په ګډون اکثره هېوادونه له دغه ادرسه زیانمن شوي دي."

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سعودي عربستان په مرکز ریاض کې په‎خپلې تاریخي وینا کې د افغان امنیتې او دفاعي ځواکونو څخه ستاینه وکړه چې د داعش او نورو تروریستانو په وړاندې په مبارزه کې یې ډېرې قربانۍ ورکړي دي.

ښاغلي ټرمپ د اسلامي نړۍ له مشرانو څخه وغوښتل چې د تروریستي ډلو په وړاندې مبارزه نوره هم جدي کړي او د مالي سرچینو د وچولو لپاره یې هم هڅې وکړي.

افغان حکومت په وار-وار دا ویلي چې افغانان د ترورېزم په وړاندې د جګړې په لومړۍ کرښه کې دي او ترورېزم په پاکستان کې روزل کېږي او وسلې ورکول کېږي.

په افغانستان کې چې د تروریستانو له لوري کومې لوی حملې ترسره کېږي او د سلګونو کسانو ژوند اخلي هم مسؤل یې پاکستان یاد شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان هرکال د ترورېزم سره د مبارزې په نامه په میلیونونه ډالر له امریکا او نورو هېوادنو څخه اخلي.

له دې وړاندې هم د امریکا د متحده ایالاتو څو لوړ پوړو چارواکو له پاکستان غوښتي وه چې له ترورېزم سره جدي مبارزه وکړي.

په ورته وخت کې، د سیاسي چارو کارپوه فضل احمد معنوي وایي چې د پاکستان یو شمېر ملاتړي هېوادونه اوس هم د پاکستان په ګټه تبلیغات کوي.

د سیاسي چارو کارپوه فضل احمد معنوي
د سیاسي چارو کارپوه فضل احمد معنوي

دی وايي:

"زما باور دا دی چې د پاکستان په اړه د امریکا نوې حکومت سخت بې باوره شوی دی، خو هغه لابي ګري چې سعودي درلوده احتمالًا ښاغلي ټرمپ د پاکستان په اړه منفي لید لوري نه‎دی نیولی."

ښاغلی معنوی ټینګار کوي چې د ترورېزم د له‎منځه وړلو لپاره باید د دې پديدي پر ټولو ملاتړو هیوادونو فشار راوړل شي.

راپور: سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG