د افغانستان د ارګ ماڼۍ وايي چې د امریکا ولسمشر له خپل افغان سیال سره په لنډه کتنه کې ژمنه کړې چې متحده ایالتونه به د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د افغان دولت او خلکو په څنګ کې وي.
د ولسمشر د ویاند مرستیال نجیب ازاد وايي چې ډونالډ ټرمپ په دې کتنه کې له افغان ولسمشر سره ژمنه کړې چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې برخه کې به امریکا د افغانستان په څنګ کې وي.
ښاغلي ازاد زیاته کړه:
"په دغه لنډه لیدنه کې چې د ولسمشر محمد اشرف غني او ډونالډ ټرمپ ترمنځ وشوه، ښاغلي ټرمپ له امنیتي بنسټونو او افغان پوځيانو ستاینه وکړه او دا ژمنه یې د افغانستان له دولت سره کړې چې دوی به د دولت او پوځيانو ترڅنګ وي څو د ترهګرۍ پر وړاندې ګډه همکاري ولري. "
د نوموړي په خبره افغان ولسمشر له ډونالډ ټرمپ سره له کتنې سربېره د امریکا د ملي امنیت له سلاکار سره هم کتلي دي.
د ولسمشر غني او ډونالډ ټرمپ ترمنځ لیدنه په ریاض کې د ۵۴ اسلامي او نورو هېوادونو د کنفراس په څنډه کې شوې ده.
د ریاض په ناسته کې ګډون کوونکې هېوادونو د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې د څرنګوالي په اړه بحث وکړ.
افغان ولسمشر او ډونالډ ټرمپ د لومړي ځل لپاره په خپلو کې وکتل، سپینې ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دواړو مشرانو په مختصر ډول له یو بل سره کتلي دي.
د خبرپاڼې له مخې ډونالډ ټرمپ په دغه کتنه کې د ترهګرۍ پر وړاندې د افغان ځواکونو مبارزه او د ولسمشر غني له کلیدي اصلاحاتو ستاینه کړې ده.
د کورنیو چارو وزارت پخوانی معین میرزا محمد یارمند په دې باور دی چې له افغانستان څخه د ډونالډ ټرمپ ستاینه کولای شي چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او اصلاحاتو برخه کې افغانان هیله من کړي.
خو پوښتنه دا ده چې ایا رښتیا هم په افغان حکومت کې بنسټیز اصلاحات رامنځته شوي دي؟
دی وايي:
"دا چې اصلاحات رامنځته شوې او کنه دا د ټرمپ نظر دی خو که اصلاحات رامنځته کېږي او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کېږي موږ یې ملاتړ کوو او دغه مسئله همداسې مطرح شوې هم ده او د دغه مسئلې مطرح کول هم دا معنا لري چې د ترهګرۍ پر وړاندې باید مبارزه وشي او اصلاحات رامنځته شي چې دا به د ټولو د ذهني ارامښت لامل شي. "
د لومړي ځل لپاره د ولسمشر غني او ډونالډ ټرمپ لیدو د ولسي جرګې یو شمېر غړي هم خوشبینه کړي دي.
د ولسي جرګې غړی بشیر احمد تهینج وايي، یادې لیدنې له افغانستان سره د امریکا د متحدو ایالتونو د همکارۍ د دوام هیلې زیاتې کړي دي.
نوموړی وايي:
" له افغان ولسمشر سره د ډونالډ ټرمپ خبرې او په یو ډول د افغانستان هڅونه له دغه هېواد سره د امریکا علاقمندي ښيي، موږ یې ځکه هیله من کړي یو چې زموږ سټراټیژیکو ملګرو موږ له یاده نه یو اېستلي او له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي. "
که څه هم دا لومړی ځل دی چې افغان ولسمشر له ډونالډ ټرمپ سره ګوري خو له دې وړاندې یې له یو بل سره د ټیلیفون له لارې خبرې کړې دي.
دغه شان په دې ورستیو کې د امریکا د ملي امنیت مشارو مکمسټر او د دفاع وزیر جېمز مټیس کابل ته د سفر پرمهال له افغانستان سره د امریکا د اوږد مهالو مرستو ژمنه کړې ده.
د ولسي جرګې ځینې نور غړي بیا د ولسمشر غني او ډونالډ ترمپ له لیدنې څخه د هرکلي په ترڅ کې ویلي چې امریکا باید له افغانستانه د باندې هم د ترهګرو د ځالو په لهمنځه وړلو کې هڅې وکړي.
د ولسي جرګې غړی فرهاد صدیقي وايي چې که امریکا د افغانستان له پولي د باندې د ترهګرو پټن ځایونه په نښه کړي په افغانستان، سیمې او نړۍ کې سوله ټینګیدای شي.
محمد حدیث پردېس