د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۵

د ټرمپ اداره: اسرائیل ته د ټرمپ سفر باید سمبولیک وګڼل شي


د امريکا ولسمشر نن اسرائيل ته خپل دوه ورځنی سفر پيل کړ.

ډونالد ټرمپ د اسرائيل له صدراعظم او د فلسطيني ادارې له ولسمشر سره جلا-جلا ګوري او هيله څرګندوي چې د سولې مذاکراتو ته به نوی لور ورکړي چې له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې په ټپه درېدلي دي.

خو د ټرمپ ادارې چارواکي په دې اړه د لوی تغيیر وړاندوینه نه‌کوي او وايي، دغه سفر باید سمبولیک وګڼل شي.

د اسرائيل يوې ورځپاڼې هایوم سره په مرکه کې اسرائيل ته د امریکا سفير ډېوېډ فرايډمن وویل، اوس‎مهال د ټرمپ هدف یوازې دا دی چې خبرې پیل کړي چې سولې ته لاره پرانیزي.

تر دې مخکې چې ټرمپ اسرائيل ته ورسېږي، د دوشنبې په ورځ اسرائيليانو هغه اقتصادي اسانتياوې تائيد کړې چې په اړه‌يې د امریکا ولسمشر له دوی څخه غوښتنه کړې وه.

د کابينې په یوه بيان کې راغلي:

"امنیتي کابینې اقتصادي اقدامات تائيد کړل چې په فلسطيني سیمه کې به د ملکيانو ژوند اسانه کړي او دا وروسته له هغه چې ټرمپ وغوښتل د اعتماد رامنځته کولو لپاره بايد ځيني ګامونه پورته شي."

چارواکو ويلي چې په دغو اسانتياوو کې د اسرائيل تر کنټرول لاندې په لوېديځه تړانګه کې د فلسطينیانو لپاره د ودانیو جوړولو جوازونه شامل دي او دا هغه سیمې دي چې فلسطينيانو مخکې په‎کې اجازه نه‌درلوده.

د اسرائيل رسنیو راپور ورکړی چې په دغو اسانتياوو کې د لوېديځې تړانګې او اردن تر منځ د پولې د ۲۴ ساعته پرانیستې پرېښودو پرېکړه هم شامله ده.

د اسرائیل او اردن ترمنځ ګډه پوله
د اسرائیل او اردن ترمنځ ګډه پوله

اسرائيل د امریکا پخوانی متحد هېواد دی، خو ټرمپ به اوس هم ځيني سخت بحثونه کوي.

له ده ښايي د داعش ډلې په اړه د هغو محرمو معلوماتو په اړه هم پوښتنه وشي چې اسرائيل ترلاسه کړي وو او د رسنیو د راپور له مخې ټرمپ روسي چارواکو ته د اسرائيل له اجازې پرته ورکړل.

اسرائيل همداراز پر سعودي عربستان د هغو ۱۱۰ بیليونه ډالرو د وسلو د پلور په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې چې ټرمپ د شنبې په ورځ په رياض کې اعلان کړ.

رسنيو د یوه اسرائيلي چارواکي له خولې راپور ورکړی چې ویلي يې دي، دا هغه څه دي چې پرته له شکه باید موږ پرې اندېښمن شو.

ټرمپ د خپل کمپاين د وخت له هغې ژمنې هم په شا شو چې ويل يې د امريکا سفارت به له بيت‌المقدسه تل‎ابيب ته انتقال کړي.

د بيت‌المقدس مقام د اسرائيل او فلسطین په خپل‎منځي اړيکو کې تر ټولو حساسه موضوع ده.

فلسطينيان بيت‌المقدس ته په راتلونکي کې د خپل دولت د پلازمېنې په سترګه ګوري.

اسرائيل د ۱۹۶۷م کال د شپږ ورځنۍ جګړې پر مهال ختيځ بيت‌المقدس له اردنه ونيوه او وروسته له جلا کولو يې دغه ښار د خپلې پلازمېنې په توګه اعلان کړ.

د اسرائيل دغه اقدام د نړيوالې ټولنې له‎خوا هېڅ‎کله په رسميت نه‌دی پېژندل شوی.

ټاکل شوې ده ټرمپ د دوشنبې په ورځ پر ځايي وخت د ماښام پر شپږ بجې د اسرائيل له صدراعظم بنيامن نتانیاهو سره وویني.

دی به د فلسطيني ادارې له ولسمشر محمود عباس سره د سې شنبې په ورځ په بيت‎الحم کې وويني.

XS
SM
MD
LG