د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۳

د "م.م" امنیت شورا د شمالي کوریا د بالسټیک توغندي په اړه بحث کوي


په پام کې ده د ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا سې شنبه د شمالي کوریا د بالسټیک توغندي د پرونۍ ازموینې په اړه د بندو دروازو تر شا بحث وکړي.

دا غونډه د امریکا، جاپان او جنوبي کوریا په بلنه جوړېږي.

شمالي کوریا پرون د خپلو ختیځو سواحلو په اوبو کې یو بالسټیک توغندی وازمویه چې په یوه اوونۍ کې دوهمه دا ډول ازموینه وه.

جنوبي کوریا ویلي چې دې اقدام له پیونګ‌یانګ سره د سولې لپاره د سیول د نوي لبرال حکومت هیلې په اوبو لاهو کړې.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۶ میلادي کال کې پر شمالي کوریا یو لړ بندیزونه ولګول او له هغه په وروسته موده کې یې د دې هېواد د پنځو اټمي او د اوږده واټن ویشتونکو دوو ازموینو په ځواب کې خپل بندیزونه نور هم زیات کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې شمالي کوریا د خپلې شپږمې اټمي ازموینې په اړه هم خبرداری ورکړی.

د جنوبي کوریا یوه حکومتي چارواکي ویلي چې پرونی ازمویل شوی بالسټیک توغندی ډېر پرمختللی دی او د پخواني هغه په پرتله د اوږده واټن د ویشتلو توان لري.

څارونکي وايي، هغه توغندی چې تېره اوونۍ وازمویل شو د سونګ مایع مواد درلودل او په زیات واټن الوتنه‌یې کړې وه.

شمالي کوریا د خپلو توغندیو د کنټرول په اړه ان د خپل متحد چین غوښتنې رد کړي ویلي یې دي چې د خپلې مشروع دفاع په خاطر دې وسلو ته اړتیا لري.

شمالي کوریا چې په نړیواله کچه منزوي شوی، د داسې توغندي د جوړولو هڅه کوي چې د امریکا قلمرو ته د رسېدو توان ولري.

پیونګ‌یانګ د شنبې په ورځ وویل چې د امریکا د ویشتلو توان‌یې موندلی خو د توغندیو د چارو کارپوهان دا ادعا مبالغه بولي.

امریکا د شمالي کوریا د پرونۍ ازموینې په وړاندې سخت غبرګون ښودلی او د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن پرون په سعودي عربستان کې وویل چې د شمالي کوریا په وړاندې به ډیپلوماتیک او اقتصادي فشارونه دوام وکړي.

ټېلرسن د شمالي کوریا د توغندیو د ازموینو دوام د اندېښنې وړ وباله او د هغو د بندېدو غوښتنه‌یې وکړه.

غږیز راپور یې دلته اورېدلای شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:05 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG