د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۵

کندهار ته نوی ټاکل شوی والي: د قانون ماتولو کې د هېڅ‌چا خبره نه‌منم


د کندهار لپاره نوي ټاکل شوي والي ژمنه وکړه چې د امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره به ډېر کار وکړي او د قانون په ماتولو کې به د چا خبره ونه‌مني.

جنرال زلمى ويسا چې مخکې د پکتيا والي و، د یکشنبې په ورځ‌يې په کندهار کې د والي په توګه خپله دنده پيل کړه.

د کندهار نوي والي زلمي ویسا چې د یکشنبې په ورځ‌يې د خلکو یوې لويې غونډې ته وینا کوله وویل چې لومړنۍ اړتیا امنیت دی او دی به تر هرڅه مخکې د امنیت او ثبات لپاره کار کوي څو په دې توګه پرمختیايي او انکشافي پروګرامونو ته لار هواره شي.

د ویسا په وینا هغه یو نظامي کس دی په کارونو کې جدي دی او د قانون په ماتولو کي به د چا خبره ونه‌مني.

نوموړي زیاته کړه چې ډېرې ژمنې نه‌کوي یوازې دا ژمنه کوي چې کندهار ته راتلونکې پیسې به منظمې مصرفوي او ولس ته به‌یې حساب ورکوي.

کندهار ته نوی ټاکل شوی والي
کندهار ته نوی ټاکل شوی والي

نوموړی وايي:

"زه په دې پوه شوی یم چې کندهاریان نه تېروځي، ځانونه مه په زحمت کوئ، زه د هېڅ‌چا خبره نه‌منم، دلته چې څه کېږي نو یوازې به د قانون په چوکاټ کې کېږي."

په دې غونډه کې د کندهار یو شمېر قومي مخورو او مشرانو هم ویناوې وکړې او له والي یې د ښې حکومتوالۍ غوښتنه وکړه.

بې‌کاري، له اداري فساد سره مبارزه، د پوهنې او روغتیا په سکټورونو کې سمون راوستل او په دولتي بنسټونو کې د اهل مأمورينو ګومارل له نوي والي څخه د کندهار د اوسېدونکو اساسي غوښتنې وې.

جنرال زلمى ويسا چې خپله هم د کندهار دی، په پوځي برخه کې یې زده‎کړې کړي او تر دې مخکې د پکتيا والي او تر هغه مخکې په بلخ کې د شاهین قول اردو قوماندان و.

راپور : محمد صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG